اسلام آباد۔ 4 جون (اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی وئيلي دي پاکستان ایتھوپیا سره كلتوري اړيكې زياتول غواړي او د وزيراعظم سپارښتنې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمينځه په اولسي كچه تړون مضبوطولو له به هر ممكن مرسته وركولې شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د قامي ورثې او كلتور وزارت ٬ اسلام آباد كښې د ایتھوپیا سفير …
پاكستان ايتھوپيا سره كلتوري او د سېلګرۍ اړيكو زياتولو له خوښي لري: د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي
اسلام آباد۔ 4 جون (اے پی پی) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچی وئيلي دي پاکستان ایتھوپیا سره كلتوري اړيكې زياتول غواړي او د وزيراعظم سپارښتنې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمينځه په اولسي كچه تړون مضبوطولو له به هر ممكن مرسته وركولې شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د قامي ورثې او كلتور وزارت ٬ اسلام آباد كښې د ایتھوپیا سفير ډاكټر عمر ياسېن اوبا سره د ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان ايتھوپيا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او د كلتور او ورثې په څانګه كښې همكارۍ ته پراختيا وركول غواړي۔ ده ووئيل كلتوري سفارتكارۍ ته ودې وركولو له د پلاويو تبادلو او د شريكو كلتوري دستورو تابيا كولو ته اړتيا ده۔ ده وړاندېز وركړو چې په پاکستان كښې دې د اېتھوپیا کلچر ډېز معارفي كړې شي۔ ده ووئيل پاکستان دې څخه وړاندې د ترکیه او تاجکستان په شمول بېلو هېوادونو سره كلتوري اونۍ نمانځلې دي او د اېتھوپیا كلتوري پلاوي ته هم په لوك ورثه كښې تابيا كېدونكو دستورو كښې د ګډون بلنه وركولې شي۔ د ایتھوپیا سفير د پاكستان مېلمه دوستي ستائېلو سره د خپل هېواد د ځانګړي كېلنډر سسټم ٬ روايتي اخترونو او لساني او نسلي تنوع په اړه بريفنګ وركړو۔ ده د ایتھوپین ایئرلائنز په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل دا ایئرلائن د پاکستان او ایتھوپیا سره سره د افريقه ترمينځه رابطې لا مضبوطوي چې ورسره د سېلګرۍ او كلتوري تبادلې وده مومي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري همكارۍ ته اداره جاتي شكل وركولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك كولو وړاندېز هم وركړو۔ وفاقي وزير باور وركړو چې پاکستان ایتھوپیا سره كلتوري اړيكې نوو بامونو ته رسولو له چمتو دے۔






