اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر (اي او سي) له مخې د هېواد په 79 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په كاميابۍ سره بشپړ شوے، په دې مهال يو كروړ 86 لكهه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركړے شول ۔د نېشنل اي او سي له مخې د پنجاب 10 مخصوص ضلعو كښې 60 لكهه 60 زره څخه زياتو ، …
د هېواد په 79 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي قامي كمپائن په كاميابۍ سره بشپړ شو
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر (اي او سي) له مخې د هېواد په 79 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په كاميابۍ سره بشپړ شوے، په دې مهال يو كروړ 86 لكهه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركړے شول ۔د نېشنل اي او سي له مخې د پنجاب 10 مخصوص ضلعو كښې 60 لكهه 60 زره څخه زياتو ، د سندھ په 20 ضلعو كښې 57 لكهه 40 زره، د خېبر پښتونخوا په 23 ضلعو كښې 43 لكهه 90 زره څخه زياتو، د بلوچستان په 25 ضلعو كښې 19 لكهه 60 زره دغسې په اسلام آباد كښې نزدې 4 لكه 35 زره ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركړے شوي۔د كمپائن نه پس د شوې جائزې له مخې په كورنو كښې د نشتوالي له امله 2.1 فيصد ماشومان په وړومبي پړاؤ كښې د ويكسين څخه محروم پاتي شو ،خو دغې نه پس په لويه توګه د فالو اَپ هلي ځلي وكړې شوي۔ نيشنل اي او سي له مخې د فالو اَپ په نتيجه كښې د ويكسين څخه تر محرومو پاتي شوو 88 فيصد ماشومانو ته په كاميابۍ سره رسنه تر لاسه شوې ۔د وزيرِاعظم د پوليو مخنيوي كمپائن فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې د پوليو كمپائن په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه،چې پكښې د كمپائن كاركردګي، ترلاسه اهداف او د سباؤن تګلاري جاج واخستلے شو۔غونډي ته وينا كښې عائشه رضا فاروق ووئيل د پوليو مخنيوي كمپائن كاميابي د پوليو وركرز د محنت او عزم نتيجه ده۔دې د پوليو ډلو ، ضلعي انتظاميې، صحت عملې او شراكت داره ادارو هڅي ستائيلو سره ووئيل د پوليو ختمولو لپاره پرله پسې ، مؤثره او د اعليٰ معيار ويكسينيشن ته اړټيا ده۔دي په والدين زور راوړو چې د 5 كلونو څخه كم عمره ټولو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال څاڅګي وركړي دغسې چې كوم هم ماشوم د دې ناوړه رنز ښكار پاتي نشي۔







