لاهور۔4جون (اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز پرېكنده او وروستۍ مقابله نن د زيارت په ورځ په قذافي سټيډيم كښې كيږي چرته به چې دواړو لوبډلې په سيريز كښې د 1-1 په برابرۍ مېدان ته كوزيږي۔ د آسټرېليا لوبډلې له دا مقابله خصوصي اهميت لري ولې چې هغه كال 1998 څخه وروستو په اولني ځل د پاكستان په خاوره …
د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د سيريز پرېكنده او وروستۍ مقابله نن قذافي سټيډيم كښې كيږي

مزید خبریں
لاهور۔4جون (اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه په درېو يو ورځنو مېچونو د مشتمل سيريز پرېكنده او وروستۍ مقابله نن د زيارت په ورځ په قذافي سټيډيم كښې كيږي چرته به چې دواړو لوبډلې په سيريز كښې د 1-1 په برابرۍ مېدان ته كوزيږي۔ د آسټرېليا لوبډلې له دا مقابله خصوصي اهميت لري ولې چې هغه كال 1998 څخه وروستو په اولني ځل د پاكستان په خاوره د كوم ون ډے سيريز ګټلو ته نزدې شوې ده۔ بلخوا د پاكستان هوم ريكارډ زيات مضبوط پاتي دے۔ قامي لوبډلې كال 2015 څخه وروستو په ون ډے سيريز كښې يوازې يو وارې ماتې خوړلې ده۔ له دې كبله ګرين شرټس د خپل غوره ريكارډ په ځائې ساتلو عزم لري۔ په تېرو دوو ون ډے سيريز كښې هم پاكستان آسټرېليا ته په 2-1 ماتې وركړې وه۔ په پاكستاني سكواډ كښې بابر اعظم، سلمان آغا، حارث رؤف، نسیم شاہ، شاداب خان، ابرار احمد او نور لوبغاړي شامل دي او په آسټرېليا لوبډله كښې الېکس کیری، کېمرون ګرین، مېټ رینشا، مارنس لبوشین، اېډم زیمپا او نیتھن اېلس موجود دے۔ د قذافی سټېډيم پچ په روايتي توګه بېټنګ لپاره سازګار ګڼلے شي بياهم په مينځنو اوورونو كښې سپنرز هم مهم كردار ترسره كولې شي۔ د موسم د صفا او ګرم پاتې كېدو پېشګوئي شوې ده۔ د پوهانو له مخې دا مېچ به زيات سخت وي په كوم كښې چې لږه تېروتنه هم د سېريز د فاتح پرېكړه بدلولې شي










