مسلم ليګ (ن) د تعمير ٬ پرمختګ ٬  معاشي استحكام او اولسي خذمت مستقل روايت لري: ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد۔4جون(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر فضل چوهدري وئيلي دي پاكستان مسلم ليګ (ن) يوازې د يو سياسي ګوند نامه نهده  بلكې دا په ګرد هېواد كښې د تعمير ٬ پرمختګ٬ معاشي استحكام او د اولس  د خذمت يو مستقل روايت دے۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل تېر وخت ګواه دے چې كله مونږ ته د حكومت كولو …

 

اسلام آباد۔4جون(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر فضل چوهدري وئيلي دي پاكستان مسلم ليګ (ن) يوازې د يو سياسي ګوند نامه نهده  بلكې دا په ګرد هېواد كښې د تعمير ٬ پرمختګ٬ معاشي استحكام او د اولس  د خذمت يو مستقل روايت دے۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل تېر وخت ګواه دے چې كله مونږ ته د حكومت كولو موقع راكړې شوې ده مونږ اولس د سفري ستونزو ٬ د بجلۍ لوډشېډنګ او د روغتيا او زده كړو په څير څانګو كښې بنيادي مسئلو څخه خلاص كړے دے۔ د ګلګت بلتستان غېرتي اولس ګواه دے چې یونیورسټی آف بلتستان، ګلګت کارډېک روغتون ، ګلګت سکردو موټروے، سېف سټي ، دانش سکولز او د کېنسر روغتون په څير بې شمېرې مېګا پراجكېكټس د دې وژن ښكاره ثبوتونه دي۔ وفاقي وزير زياته كړه كه د اولسي خذمت دا سفر  سياسي ستونزو سره مخ نه كړے شو نو هم دا ګوند كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان د نړۍ د پرمختګ كړو هېوادونو په صف كښې د اودرولو صلاحيت لري