اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د وزیراعظم یوتھ پروګرام تر سېوري لاندې په قامي كچه "پرعزم پاکستان" پروګرام پېل كړے شو ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم یوتھ پروګرام چیئرمین رانا مشهود احمد خان د پرعزم پاکستان" پروگرام د پیل دستوري ته وينا كښې ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام او جنریشن اَن لمیټډ په همكارۍ د ځوانانو د پرمختګ مزل روان دے،ځوانانو له آرټس ، كلتور، سائنس، ټیکنالوجی، …
وزیراعظم یوتھ پروګرام تر سېوري لاندې په قامی كچه “پرعزم پاکستان” پروګرام بیل كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي)د وزیراعظم یوتھ پروګرام تر سېوري لاندې په قامي كچه “پرعزم پاکستان” پروګرام پېل كړے شو ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم یوتھ پروګرام چیئرمین رانا مشهود احمد خان د پرعزم پاکستان” پروگرام د پیل دستوري ته وينا كښې ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام او جنریشن اَن لمیټډ په همكارۍ د ځوانانو د پرمختګ مزل روان دے،ځوانانو له آرټس ، كلتور، سائنس، ټیکنالوجی، هنر او د لوبو په څانګو كښې موقعې وركړې كيږي۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروگرام په كال 2013 كښې د نواز شریف په دور كښې د ځوانانو خپلواكه كولو لپاره پيل شوے ؤ،د پروګرام ترمخه هېواد كښې د لیپ ټاپ، وظيفې او په آسانو شرطونو د پورونو وركولو پروګرامز پيل شوي۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د ځوانانو په بجټ هيڅ ډول سمجھوته نه كوي،د ځڅوانانو پرمختګ لپاره وزیراعظم ټول بجټ تجاویز منظور کړې دي۔ده ووئيل سږ كال فني تعلیم لپاره 19 اربه روپۍ منظور كړې شوي،د هېواد د تاريخ تر ټولو لوي تکنیکي تعلیم پروګرام پيل كړے كيږي، فنی تربیې سره سره سافټ سکلز او اخلاقی تربیه هم وركړې كيږي،بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو ترمخه د ژبو تربيه وركړې كيږي۔ده ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام ډله په 17 هېوادونو كښې د ځوانانو لپاره موقعې لټوي، ډیجیټل یوتھ هب د ځوانانو لپاره مرکزی پلیټ فارم جوړ شوے، ده ووئېل ډیجیټل یوتھ هب پرانسته تير كال وزیراعظم شهباز شریف كړې وه، په ډیجیټل یوتھ هب د8 لکه څخه زياتو ځوانان رجسټر شوي ۔ده ووئيل د یونیسیف په مرسته ډیجیټل یوتھ هب د ځوانانو ښیګړې لپاره فعاله کردار ترسره كوي۔په دې موقع د وزیراعظم یوتھ پروګرام جائنټ سیکرټري ډاكټر محمد علی ملك د وزیراعظم یوتھ پروګرام د اړخه د ځوانانو خپلواكه كولو لپاره د پورته شوو اقداماتو څخه خبر كړه۔ده په ځوانانو زور راوړو چې د حکومتي اقدامات څخه زياته ګټه پورته كولو لپاره په ډیجیټل یوتھ رجسټریشن وكړې








