د پاکستان بحري څانګه كښې د سعودي سرمایه كارو لپاره پراخه موقعي شته۔محمد جنید انوار چوهدري

  اسلام آباد 03 جون  (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنید انوار چوهدري وئيلي دي د پاکستان بحري څانګه كښې د بندر ځايونو، لاجسټکس، بلیو اکانومي منصوبو او  انفراسټرکچر په اړه د سرمایه كارۍ پراخه موقعي لري۔د شورو په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان -سعودي عرب شريك بزنس کونسل (جے بی سی) چیئرمېن منصور …

 

اسلام آباد 03 جون  (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنید انوار چوهدري وئيلي دي د پاکستان بحري څانګه كښې د بندر ځايونو، لاجسټکس، بلیو اکانومي منصوبو او  انفراسټرکچر په اړه د سرمایه كارۍ پراخه موقعي لري۔د شورو په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان -سعودي عرب شريك بزنس کونسل (جے بی سی) چیئرمېن منصور بن محمد السعود او نورو سره شوې آن لائن غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان بحري څانګه كښې په خاص توګه بندر ځايونو، لاجسټکس، بلیو اکانومي او معاون انفراسټرکچر په څانګو كښې د سرمایه كارۍ ګنجائش شته ۔ده ووئيل د سعودي عرب وژن 2030 او پاکستان پرمختيائي ترجیحات په تناظر كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستي پراخه امکانات شته۔ محمد جنید انوار چوهدري د پاکستان او سعودي عرب د ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او تزویراتي څانګو كښې شراکت داري پرله پسې قوي كيږي۔په غونډه كښې د هېواد د ټولو لويو بندر ځايونو چیئرمېنز،  د پاکستان نیشنل شپنګ کارپوریشن چیف ایګزیکټو آفیسر،  د کورنګی فش هاربر اتھارټي منیجنګ ډائریکټر،  د سپیشل انویسټمنټ فیسیلیټېشن کونسل (ایس آئی ایف سی) استازو او   سعودي عرب كښې د پاکستان سفیر ګډون وكړو۔د غونډي په مهال  د کراچی پورټ، پورټ قاسم، ګوادر پورټ او پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن كښې د سرمایه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر ووئيل د سعودي سرمایه کار د کراچۍ پورټ ټرسټ (کے پی ټی) ترمخه مجوزہ میري ټائم بزنس ډسټرکټ ،  د میرین ورکشاپ منصوبه او منوړہ كښې ډرائي ډاك و فلوټنګ سهولت كښې د سرمایه كارۍ د موقعو جاج اخستلې شي۔ده ووئيل په پورټ قاسم د يو ګڼ مقاصد لرونكې کارګو ټرمینل،   د يو جامع دويم آئل ټرمینل او  د سټوریج فارم جوړولو نه علاوه د انرجی سټی منصوبه كښې د سرمایه كارۍ موقعې شته۔ محمد جنید انوار چوھدري د سعودی سرمایه كارو له پی این ایس سي بیړۍ كښې د پراختيا او  د کورنګی فش ہاربر اتھارټی كښې په 100 ایکړه زمكه د ایکوا ریسرچ اینډ ټڼیکنالوجي پارك (اے آر ټی پارك) جوړولو كښې د سرمايه كار بلنه وركړه۔د غونډي په مهال د سعودي عرب بزنس کونسل ته بریفنګ كښې د كراچۍ پورټ ټرسټ چیئرمېن ریئر ایډمرل (ر) شاهد احمد په 140 ایکړه قیمتی ساحلي زمكه د میري ټائم بزنس ډسټركټ منصوبې په اهمیت او  د سرمایه كارۍ په امکانات رڼا واچوله۔ د پورټ قاسم اتھارټي چیئرمېن ریئر ایډمرل (ر) سید معظم الیاس ګډون كوونكي خبر كړل چې په بندر ګاه د بلډ، آپریټ اينډ ټرانسفر (بی او ټی) په بنیادونو  د يو كوټلې دويم آئل ټرمینل او سټوریج فارم جوړولو په منصوبه غور روان دے