پاکستان او تركيه د تجارت او سرمایه كارۍ بلها موقعې لري ۔ د ترکيې سفیر ډاكټر عرفان نذیر اوغلو

  اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) پاکستان كښې د تركيې سفیر ډاكټر عرفان نذیر اوغلو د  پاکستان او ترکیې ترمينځه د تجارت او سرمایه كارۍ بلها موقعو څخه د استفادې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي بايد دواړه هېوادونه خپلې قوي سیاسي ، كلتوري او تاریخی اړيكي لا زياتولو سره  دا په معاشي مرسته بدلي كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اسلام آباد چیمبر آف کامرس اینډ …

 

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) پاکستان كښې د تركيې سفیر ډاكټر عرفان نذیر اوغلو د  پاکستان او ترکیې ترمينځه د تجارت او سرمایه كارۍ بلها موقعو څخه د استفادې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي بايد دواړه هېوادونه خپلې قوي سیاسي ، كلتوري او تاریخی اړيكي لا زياتولو سره  دا په معاشي مرسته بدلي كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اسلام آباد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري (آئی سي سي آئی) پلاوي سره ملاقات په مهال وكړه د كوم مشري چې د چیمبر صدر سردار طاهر محمود کوله۔پلاوي د ترکيې سفارتخانې دورہ وكړه چرته چې د دوه اړخيزه تجارت، سرمایه كارۍ او كاروباري رابطو ودي په امکانات په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ترکيې سفیر د پاکستان او ترکیې ترمينځه د پخوانو، مثالی او ورورولۍ اړيكو ذكر سره ووئيل دواړه هېوادونه شريك اقدار، باور او ملګرتيا لري۔هغه ووئيل د  ښو سفارتی اړيكو باوجود دوه اړخيزه تجارتی حجم د دواړو هېوادونو معاشي استعداد سره سم نه دے۔دا تشه ډكولو لپاره به شخصي څانګي ، چیمبرز آف کامرس او سرمایه كارو ترمينځه رابطي لا مستحکمول وي۔ډاكټر عرفان نذیر اوغلو د پاکستان او ترکيې کاروباري وروروليو ترمينځه  د قوي رابطو ودي لپاره د تركيې سفارتخانې لخوا د بشپړه مرستي باور وركړو۔په دې موقع د آئی سي سي آئی صدر سردار طاهر محمود ووئيل ترکیه د پاکستان اولس په زړونو كښې خاص مقام لري او د پاکستان يو اقتصادی شراکت دار دے۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د تعمیرات، سېلګرۍ، انفارمیشن ټیکنالوجی، كر كسلې، فوډ پروسیسنګ، روغتيا، تعلیم، د تجدید وړ توان او مینوفیکچرنګ پشمول ګڼو څانګو كښې پراخه د مرستي موقعي لري۔ده ووئيل اسلام آباد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري به د تركيې سره اقتصادی رابطو زياتولو لپاره او كاروباري ورولوۍ لپاره نوو موقعو راپیدا کولو له كردار ترسره كوي۔د آئی سی سی آئی پلاوي كښې نائب صدر عرفان چوهدری، پخوانې صدر شیخ عامر وحید، ایګزیکټو ممبر ذوالقرنین عباسی او سیکرټری جنرل غلام مرتضیٰ شامل وو