خرم شهزاد مدينه منوره 03 جون (اے پي پي)د حج فريضه ادا كولو نه پس د حاجيانو صاحبانو هېواد ته د راستنېدو لړۍ روانه ده٬د تېرو دريو ورځو په مهال 12 زره 157 حاجيان د مكه مكرمه څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي او د حاجيانو يوه لويه شمېره مدېنې منورې ته حاضرۍ لپاره ځي۔وياند له مخې تراوسه 5 زره 832 حاجيان مدينه منوره ته رسېدلې دي چرته …
د حاجيانو صاحبانو هېواد ته د راستنېدو عمل روان دے٬يو لك حاجيان تراوسه سعودي عرب كښې موجود دي۔

مزید خبریں
خرم شهزاد
مدينه منوره 03 جون (اے پي پي)د حج فريضه ادا كولو نه پس د حاجيانو صاحبانو هېواد ته د راستنېدو لړۍ روانه ده٬د تېرو دريو ورځو په مهال 12 زره 157 حاجيان د مكه مكرمه څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي او د حاجيانو يوه لويه شمېره مدېنې منورې ته حاضرۍ لپاره ځي۔وياند له مخې تراوسه 5 زره 832 حاجيان مدينه منوره ته رسېدلې دي چرته چې د پاكستان حج مشن د هغوي كوربتوب او آسانۍ وركولو لپاره انتظامات بشپړ كړې دي۔دا مهال په مجموعي توګه يو لكه څخه زيات سركاري حاجيان سعودي عرب كښې موجود دي چې پكښې 71 زره څخه زيات حاجيان صاحبان د حج نه پس بل پړاؤ كښې مدينه منوره پلو ځي۔مدينه منوره ته د رسېدونكو حاجيانو وړومبے پړاؤ په روضه رسول(ص)حاضري كول ده۔حاجيان به دلته نه يوازې د روضه رسول(ص)سلام كوي بلكې مسجد نبوي(ص)كښې به د رياض الجنه سعادت ترلاسه كولو سره سره د رسول(ص)د ښار د نورو مقدسو ځايونو زيارت به هم كوي۔د حاجيانو هېواد ته د ستنېدو عمل به منظم ډول روان دے۔چارواكو ښكاره كړې چې د حاجيانو هېواد ته ته د رسېدو لړۍ به تر 30 جون د كوم تعطل نه غېر روانه وي كومې لپاره چې ټول فلائټ آپريشنز متحرك ساتلې دي۔پاكستان حج مشن جاري بيان كښې وئېلي دي خپل ټول وسائل كارولې كيږي دغسې چې هېواد ته تلونكے هر حاجي ته ښه خذمات باوري كړے شي








