د فرانس او پرتګال سفيرانو او د يو اېن ډي پي پاكستان مشر په جېنډر کلائمېټ ایوارډ كښې ګډون ٬  د مېرمنو د خذمات ستائنه

  اسلام آباد۔3جون (اے پی پی) په پاكستان كښې د فرانس او پرتګال سفیرانو، د یو اېن ډی پی پاکستان مشر ، ماحولیاتي پوهانو او نورو مهمو شخصياتو د شورو په ورځ دلته د جېنډر کلائمېټ ایوارډ 2026 دستوره كښې ګډون وكړو چې مقصد يۍ په هېواد كښې د موسمياتي بدلونو خلاف اقدامات او  د ماحولیات په اړوند صنفة شموليت اډانه فعاليتونو كښې د غوره كردار ترسره كوونكو مېرمنو خذمات …

 

اسلام آباد۔3جون (اے پی پی) په پاكستان كښې د فرانس او پرتګال سفیرانو، د یو اېن ډی پی پاکستان مشر ، ماحولیاتي پوهانو او نورو مهمو شخصياتو د شورو په ورځ دلته د جېنډر کلائمېټ ایوارډ 2026 دستوره كښې ګډون وكړو چې مقصد يۍ په هېواد كښې د موسمياتي بدلونو خلاف اقدامات او  د ماحولیات په اړوند صنفة شموليت اډانه فعاليتونو كښې د غوره كردار ترسره كوونكو مېرمنو خذمات ستائېل او هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كول وو۔ دا دستوره په فرانسوي سفارتخانه كښې د یو اېن ډی پی پاکستان، پاورټی اېلیوېشن فنډ، آغا خان فاؤنډېشن او سول سوسائټي کولیشن فار کلائمېټ چېنج په مرسته وكړې شوه۔ دستورې ته وېنا كوونكو په دې خبره زور راوړو چې تلپاتي پرمختګ او د موسمياتي رزیلینس ترلاسه كولو له د مېرمنو فعاله كردار ضروري دے او دې سره د حكومت ٬ پرمختيائي همكارانو ٬ سول سوسائټۍ او ځايي وروروليو ترمينځه مرستې ته وده وركول پاكستان لپاره د زيات خوندي او په موسمياتي لحاظ سره د مضبوط سباؤن بنېاد اېښودلے كېدے شي