اسلام آباد۔3جون (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب د نړيوال بنك ګروپ لخوا پاكستان سرهد پخوانۍ او تلپاتې مرستې ستائنې كولو سره وئيلي دي د پاکستان افرادي قوت تندۍ سره د بدلېدونكي نړيوال معيشت غوښتنو له مخې چمتو كول ضروري دي٬ ده د بشري سرمايې د اشارو ښه كولو ٬ د افرادي قوت ګډون مضبوطولو او د بدلېدونكي لېبر ماركيټ ضرورتونو له مخې ځوانانو …
د نړيوال بنك پاكستان سره مرسته د ستائنه وړ ده ٬ افرادي قوت د عصري تقاضو له مخې چمتو كول ضروري دي: د خزانې وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔3جون (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب د نړيوال بنك ګروپ لخوا پاكستان سرهد پخوانۍ او تلپاتې مرستې ستائنې كولو سره وئيلي دي د پاکستان افرادي قوت تندۍ سره د بدلېدونكي نړيوال معيشت غوښتنو له مخې چمتو كول ضروري دي٬ ده د بشري سرمايې د اشارو ښه كولو ٬ د افرادي قوت ګډون مضبوطولو او د بدلېدونكي لېبر ماركيټ ضرورتونو له مخې ځوانانو ته د هنر ښودلو او مهارتونو وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده دا خبره د شورو په ورځ دلته د نړيوال بنك ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د بشري پرمختګ (صحت، تعلیم او سماجی تحفظ) نائب صدر ممتا مرتھی كوله۔ د خزانې وزير د پلاوي هركلي كولو سره د نړيوال بنك ګروپ لخوا پاكستان سره پرله پسې همكاري وستائېله او د هېواد په پرمختيائي او د اصلاحات په ترجيحات كښې يۍ د ګروپ د مرستې اعتراف وكړو۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان لويه او په ځوانانو مشتمل وداني يوه مهمه موقع ده۔ ضرورت د دې خبرې دے چې د انساني سرمايې اشاريې ښه كړې شي ٬ د افرادي قوت ګډون مضبوط كړے شي او ځوانان د لېبر ماركيټ ضرورتونو له مخې په مهارتونو سنګار كړے شي۔ په ملاقات كښې د پاكستان د بشري پرمختګ تګلاره تر ټولو وړاندې وه په كومه كښې چې د مور او ماشوم د صحت، غذائیت، حفاظتی ټیکو ، په ماشوموالي كښې وده ٬ تعليمي نتيجې او د آبادۍ اړوند چېلنجونه شامل وو۔ ممتا مرتھی ووئيل د نړيوال بنك شموليت مقصد د پېمائش وړ نتيجو ترلاسه كول او د خذمات رسولو نظام مضبوطول دي۔ په غونډه كښې د حكومت ٬ د نړيوال بنك ګروپ او نجي څانګې ترمينځه د پاكستان د انساني سرمايې هدفونو سر كولو له د پراخه همكارۍ امكانات جاج واغستلے شو۔ په دې لړ كښې ممتا مرتھي پاكستان ته د روان كال په آخر كښې جاپان كښې كېدونكې یونیورسل هېلتھ کورېج اړوند فورم كښې د ګډون بلنه هم وركړه۔ د خزانې وزير د نړيوال بنك ګروپ پرله پسې شموليت ستائېلو سره د بشري سرمايې مضبوطولو ، سماجی نتيجې ښه كولو ٬ د روګار موقعو زياتولو او د بشپړ او تلپاتي معاشي پرمختګ ملاتړ كوونكو اصلاحات له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔








