اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان رېلوېز د اوږدې مودې او كوټلي پرمختګ لپاره فرېټ سروس كښې د سرمايه كارۍ او مېګا منصوبو په وخت د بشپړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي چې د نړيوال معيار فريټ سروس سره به د صنعتي مصنوعات ترسيل كښې آسانۍ سره سره د ريلوے كلن آمدن هم زيات شي۔ ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ …
د نړيوال معيار فرېټ سروس سره به د صنعتي مصنوعات ترسيل كښې آسانۍ سره سره د رېلوے كلن آمدن هم زيات شي: وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان رېلوېز د اوږدې مودې او كوټلي پرمختګ لپاره فرېټ سروس كښې د سرمايه كارۍ او مېګا منصوبو په وخت د بشپړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي چې د نړيوال معيار فريټ سروس سره به د صنعتي مصنوعات ترسيل كښې آسانۍ سره سره د ريلوے كلن آمدن هم زيات شي۔ ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې پاكستان ريلويز كښې د پرمختيائي پروژو پيش رفت جاج اغستو غونډي ته وېنا كوله۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاكستان ريلويز د مسافرو سهولت او د ريلوے سټېشنو اپ ګرېډ كولو د ستائني وړ كار كړې۔ده سپارښتنه وكړه بايد د ريلوے اوږدې مودې او كوټلي پرمختګ لپاره فريټ سروس كښې سرمايه كاري او لوې پروژې په وخت بشپړ شي، د نړيوال معيار فريټ سروس سره به د صنعتي مصنوعات ترسيل كښې آسانۍ سره سره د ريلوے كلن آمدن هم زيات شي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ريلوے روانو لويو پروژو كښې د مالي او اداره جاتي انتظامات وړاندې څخه منظوري دې باوري شي دغسې چې منصوبې د غير ضروري تعطل او تاخير نه غير بشپړي شي۔ده د پاكستان ريلويز لويو پروژو او په خاص توګه اېم ايل 1، اېم ايل 3 او تھر كول ريل منصوبه زر تر زره بشپړولو له د وفاقي او صوبائي حكومتونو په شريكه د كار كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د ميګا پراجيكټس معياري او په وخت بشپړولو سره به تعميري لګښت كښې كمې او قيمتي سرمايه بچت شي۔ده ووئيل راروان بجټ كښې د ريلويز ميګا منصوبو لپاره به بجټ وركول باوري كولې شي۔په غونډه كښې د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي او د ريلوے سيكرټري د اړخه د اقدامات او په منصوبو د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو ۔ په غونډه كښې د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي،د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ وفاقي وزير احسن اقبال،د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔








