اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) هائر اېجوکېشن کمېشن (اېچ ای سی) په خپل ډېټا بېس كښې ريكارډ ليك كېدو سره اړوند په سوشل ميډيا ګردش كوونكي خبرونه بې بنسټه او بې لارې كوونكي ګرځولو سره په سختۍ سره مسترد كړي دي۔ اېچ ای سی په خپل بيان كښې وئيلي دي چې کمېشن دې ددې رپورټس نوټس اخستلو سره فوري تحقيقات وكړي۔ د بيان له مخې د اېچ اي سي سائبر …
اېچ اي سي ډېټا ليك سره اړوند په سوشل ميډيا د ګردش كوونكو خبرونو ترديد وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔3جون(اے پی پی) هائر اېجوکېشن کمېشن (اېچ ای سی) په خپل ډېټا بېس كښې ريكارډ ليك كېدو سره اړوند په سوشل ميډيا ګردش كوونكي خبرونه بې بنسټه او بې لارې كوونكي ګرځولو سره په سختۍ سره مسترد كړي دي۔ اېچ ای سی په خپل بيان كښې وئيلي دي چې کمېشن دې ددې رپورټس نوټس اخستلو سره فوري تحقيقات وكړي۔ د بيان له مخې د اېچ اي سي سائبر سكيورټي آپرېشن سېنټر لخوا شوو تحقيقاتو څخه دا خبره په ډاګه شوې ده چې آن لائن ګردش كوونكې نمونه ريكارډز د اېچ اي سي ډګري اټېسټېشن سسټم سره هېڅ تعلق نه لري۔ د اېچ ای سی له مخې د ادارې مرکزی نظام او د ریکارډ سکیورټی برقرار ده او د كومې ډېټا بريچ يا حساس معلوماتو افشا كېدو شواهد نه دي ترلاسه شوې۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې اولس او زده كوونكي دې په غېر مصدقه معلوماتو باور نه كوي۔ اېچ ای سی وګړو ٬ زده كوونكو او اړوندو حلقو ته اپېل كړې دې چې هغه دې غېر مصدقه خبرونو او بې بنسټه ډنډورې خپرولو څخه ډډه وكړي ولې چې دا ډول ناوړه معلومات اولس بې چنۍ سره مخ كولې شي۔ كمېشن ددې عزم پخلې وكړو چې د تعلیمی ریکارډ، ډګری اټېسټېشن او نورو خذماتو سکیورټی باوري كولو له عصري سائبر سكيورټي اقدامات عملي كولې شي دغسې چې د صارفينو باور په ځاې وساتلے شي۔








