د پاكستان او آسټريليا ترمينځه د يو ورځني مېچونو سيريز درېم او پرېكنده مېچ سبا كيږي

  لاهور۔3جون (اے پی پی)  د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سېريز درېم او پرېكنده مېچ سبا د لاهور په قذافي سټېډيم كښې كيږي٬ سېريز دا مهال 1-1 سره برابر دے۔ په دوېم يو ورځني مېچ كښې آسټريليا غوره لوبه كولو سره پاكستان ته په ماتې وركولو سيريز برابر كړو۔ د قذافی سټېډیم پچ په روايتي توګه بېټنګ لپاره مناسب ګڼلې شي او دلته زيات سكور …

 

لاهور۔3جون (اے پی پی)  د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سېريز درېم او پرېكنده مېچ سبا د لاهور په قذافي سټېډيم كښې كيږي٬ سېريز دا مهال 1-1 سره برابر دے۔ په دوېم يو ورځني مېچ كښې آسټريليا غوره لوبه كولو سره پاكستان ته په ماتې وركولو سيريز برابر كړو۔ د قذافی سټېډیم پچ په روايتي توګه بېټنګ لپاره مناسب ګڼلې شي او دلته زيات سكور كيږي۔ د پوهانو له مخې دا وارې هم يو د هائي سكور مقابله تمه كيږي۔ د موسم ګرم او مرطوب پاتې كېدو امكان دے او د شپې په وخت پرخه هم مهم كردار ترسره كولې شي۔ له دې كبله ټاس ګټونكې ټيم فيلډنګ ته ترجيح وركولې شي دغسې چې د هدف تعاقب نسبتا ً آسان وي۔ کپتان او کوچنګ عمله تمه لري چې بېټران به د تېر مېچ تېروتنو څخه زده كولو سره ذمه واره لوبه وړاندې كړي۔ بلخوا سپنر ابرار احمد او فاسټ بولرز به آسټرېلوي بېټنګ لائن فشار سره د مخ كولو هڅه كوي۔ د آسټرېلیا لوبډله به هم اعتماد سره مېدان ته كوزيږي۔ مېلمه لوبډلې دا ثابته كړې ده چې هغه د فشار په ګھړو كښې د ښه لوبې كولو صلاحيت لري۔ آسټرېلوی لوبغاړي د سيريز ګټلو عزم لري۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دا معركه به نه يوازې د سيريز د فاتح پرېكړه وكړي بلكه د كركټ مينه والو ته د اعلی معيار كركټ كتلو موقع به هم په لاس ورشي۔