اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د نهې په ورځ د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېليفوني تماس نيولې چې پكښې د منطقې او په نړۍ كښې په بدلېدونكيصورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كويت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د پاكستان پرله پسې مصالحتي كردار او د امريكې او ايران ترمينځه تړون او مذاكرات كښې …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د كوېت خارجه وزير سره ټېليفوني تماس ونيولو

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د نهې په ورځ د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټېليفوني تماس نيولې چې پكښې د منطقې او په نړۍ كښې په بدلېدونكيصورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كويت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د پاكستان پرله پسې مصالحتي كردار او د امريكې او ايران ترمينځه تړون او مذاكرات كښې د سهولت كارۍ هڅې وستائېلې او د سيمه ايز امن و سلامتيا په وده كښې يۍ د پاكستان د رغنده كردار ستائنه وكړه۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير د دې عزم پخلې وكړو چې د پاكستان سفارتكاري او پرله پسې مذاكرات په منطقه كښې د تل پاتې امن او استحكام ترلاسه كولو ښه لاره ګڼلې شي او د دې ملاتړ به جاري ساتلې شي۔دواړو لارښودو هيله څرګند كړه چې روانې سفارتي هڅې به ډېر زر مثبتې نتيجې وركړي او په منطقه كښې د اوږدې مودې امن په ځاې كولو كښې به مرستياله ثابت شي۔دواړو د پاكستان او كويت ترمينځه د ورورولۍ قوي اړيكو توثيق او سباؤن كښې د نزدې رابطې په ځاې ساتلو اتفاق وكړو۔








