اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر نياز احمد اختر وئيلي دي چې پاكستان كښې د لوړو زده كړو په څانګه كښې يو مهم پېشرفت كولو سره اېچ اي سي د ډوئل ډګرۍ او جوائنټ ډګرۍ پروګرامونو نوې پالېسۍ منظوري وركړې ده چې ورسره به پاکستانی پوهنتونونه د نړۍ نوموړو پوهنتونونو سره ګډ تعليمي پروګرامونه پېل كولې شي۔ مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په تېر …
اېچ اي سي د ډوئل ډګري او جوائنټ ډګري پروګرامونو نوې پالېسۍ منظوري وركړې ده: ډاكټر نياز احمد اختر

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر نياز احمد اختر وئيلي دي چې پاكستان كښې د لوړو زده كړو په څانګه كښې يو مهم پېشرفت كولو سره اېچ اي سي د ډوئل ډګرۍ او جوائنټ ډګرۍ پروګرامونو نوې پالېسۍ منظوري وركړې ده چې ورسره به پاکستانی پوهنتونونه د نړۍ نوموړو پوهنتونونو سره ګډ تعليمي پروګرامونه پېل كولې شي۔ مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په تېر وخت كښې بهرني هېواد څخه معياري ډګري ترلاسه كول به د زياتره زده كوونكو يو خوب تصور كېدو ولې نوې پالېسۍ څخه وروستو به زده كوونكي په پاكستان كښې پاتې كېدو سره د نړيوال معيار تعليم او بهرنيو پوهنتونونو څخه د ډګرۍ ترلاسه كولو موقعو څخه مستفيد كېدې شي۔ ده وئيل دې پروګرام سره به زده كوونكے په يو وخت كښې د دوه پوهنتونونو اشتراك سره زده كړې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د زده كوونكو د ګټو او تعليمي معيار تحفظ له سختې ضابطې وضعه كړې شوي دي او كوم هم پوهنتون به اېچ اي سي څخه د اېن او سي ترلاسه كولو پرته داسې پروګرام پېل كولې نه شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د نوې پالېسۍ مؤثر نفاذ څخه وروستو به دا اقدام په پاكستان كښې لوړو زده كړو ته وده وركولو او نړيوال تعليمي تړون مستحكمولو له ګېم چېنجر ثابت شي








