لاهور۔2جون(اے پی پی) قذافی سټېډیم كښې د پاكستان او آسټرېلیا ترمينځه دوېم يو ورځني مېچ كښې پاكستان ټاس ګټلو سره د فيلډنګ كولو پرېكړه وكړه۔ د قومی لوبډلې كپتان شاهين شاه آفريدي له مخې سپن لپاره مناسب وكټ د كوربه لوبډلې د حكمت عملۍ برخه وه دغسې چې آسټرېلوي بېټنګ لائن فشار سره مخ كړے شي۔ پاكستان په خپله لوبډله كښې كوم بدلون نه دے كړے او څلور سپنرز …
د پاكستان د آسټريليا خلاف دوېم مېچ كښې ټاس ګټلو سره د فيلډنګ كولو پرېكړه

مزید خبریں
لاهور۔2جون(اے پی پی) قذافی سټېډیم كښې د پاكستان او آسټرېلیا ترمينځه دوېم يو ورځني مېچ كښې پاكستان ټاس ګټلو سره د فيلډنګ كولو پرېكړه وكړه۔ د قومی لوبډلې كپتان شاهين شاه آفريدي له مخې سپن لپاره مناسب وكټ د كوربه لوبډلې د حكمت عملۍ برخه وه دغسې چې آسټرېلوي بېټنګ لائن فشار سره مخ كړے شي۔ پاكستان په خپله لوبډله كښې كوم بدلون نه دے كړے او څلور سپنرز سره مېدان ته كوز شوے دے۔ يوازې دوه فاسټ باؤلران په لوبډله كښې شامل كړې شوي دي۔ آسٹرېلوی کپتان جوش انګلس د ټاس په موقع ووئيل سپن لپاره جوړ شوې وكټ ما لپاره هېڅ مسئله نه ده او لوبډلې له به د حالاتو له مخې خپله لوبه كول وي۔ په اولني مېچ كښې آسټرېلوی لوبډله په 44.1 اوورز كښې په 200 رنز آؤټ شوې وه۔ د پاکستان هېډ کوچ مائیک هېسن د سپن دوست وکټونو د استعمال دفاع كولو سره ووئيل د كال 2027 ورلډ کپ كښې به هم سپنرز مهم كردار ترسره كړي ولې چې دا ټورنامنټ به په سوئيلي آفريقا ٬ زمبابوے او نميبيا كښې كولې شي








