ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ترك سفير ملاقات٬ په شريكه مرسته٬ دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره ترك سفير ډاكټر عرفان نذير اوغلو ملاقات وكړو چې پكښې په پاك ترك اړيكو٬ شريكې مرستې او دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس اسلام آباد لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاك - ترك ورورولۍ اړيكې لا قوي كولو عزم څرګندونه وشوه۔ دواړو …

 

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره ترك سفير ډاكټر عرفان نذير اوغلو ملاقات وكړو چې پكښې په پاك ترك اړيكو٬ شريكې مرستې او دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس اسلام آباد لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاك – ترك ورورولۍ اړيكې لا قوي كولو عزم څرګندونه وشوه۔ دواړو لارښودو تجارت٬سرمايه كارۍ٬تعليم او د كلتور څانګو كښې د مرستې په زياتولو خبرې او د خېبرپښتونخوا او تركيې ترمينځه اقتصادي تړون ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل پاك-هند جنګ كښې تركيې د پاكستان بشپړه مرسته كړې۔ ده ووئيل نوي نسل له به پاك ترك ملګرتيا كښې متحرك كېدل وي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا سوداګر او زده كونكي دې د تركيې دورې لړۍ پیل كړي٬د دواړو هېوادونو د كلتوري او ادبي پلاويو دورې هم ضروري دي٬ دې سره به د تركيې او پاكستان ملګرتيا لا قوي شي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د كركيلې په څانګه كښې هم دواړو هېوادونو په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې د پرمختګ او سرمايه كارۍ پراخا امكانات موجود دي۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر پیښور د تركيې لويې ښار سره د سسټر سټي ګرځولو تجويز وړاندې كړو۔ د تركيې سفير ووئيل چې پېښور به د تركيې يو ښار سره سسټر سټي ګرځولې شي۔د پاكستان ځوانانو له به د آئي ټي او جديد ټېكنالوجۍ په څانګو كښې تربيې موقعې وركولو لپاره مرسته كولې شي۔ د تركيې سفير د ځوانانو پرمختګ لپاره وزيراعظم يوتھ پروګرام يو مثبت او موثر اقدام وګرځولو۔