اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د معیشت کوټلي پرمختګ لپاره به صنعت ته وده وركول او بهرنۍ سرمایه كاري زياتول وي، د صنعتی مصنوعات پیداور زياتولو سره سره برآمدات زياتولو لپاره مؤثره پالیسی اقدامات د حكومت ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په …
د معیشت کوټلي پرمختګ له به صنعت ته وده وركول او بهرنۍ سرمایه كاري زياتول وي:وزیراعظم

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د معیشت کوټلي پرمختګ لپاره به صنعت ته وده وركول او بهرنۍ سرمایه كاري زياتول وي، د صنعتی مصنوعات پیداور زياتولو سره سره برآمدات زياتولو لپاره مؤثره پالیسی اقدامات د حكومت ترجيحاتو كښې شامل دي۔ د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د سرمايه كارۍ زياتولو او د معیشت مجموعی پرمختګ لپاره د شعبه جاتی اصلاحات او پالیسی اقدامات جاج اغستلو غونډه وشوه۔ وزیراعظم ووئيل د معیشت كوټلي پرمختګ لپاره صنعت وحرفت ته وده وركول او بهرنۍ سرمایه كاري زياتول ضروري دي٬ د صنعتی مصنوعات پیداور زياتولو سره سره برآمدات زياتولو لپاره مؤثره پالیسی اقدامات د حكومت ترجيحاتو كښې شامل دي۔ وزیراعظم ووئيل د صنعت ٬ تجارت او معیشت بيلو څانګو كښې اصلاحات ته بايد پام لرنه وشي،د سباؤن د توان حاجت متبادل توان ذريعو څخه پوره كولو لپاره په كوټلې تګلاره په بشپړه ډول كار روان دے۔ وزیراعظم ووئيل د توان بچت او آرزان ټرانسپورټ د هېواد حاجت پوره كولو لپاره كوټلې او مؤثره الیکټرك وهیکلز پالیسی د وخت حاجت دے۔ وزیراعظم ووئيل اصلاحات او اقدامات كښې انتظامی شفافیت او ښې کارکردګۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔په غونډه كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، د خزاني وفاقی وزیر اورنګزېب،د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه ، د اطلاعات و خپرونو وفاقی وزیر عطاء تارړ،د موسمیاتی بدلون وفاقی وزیر مصدق ملك، د پاؤر ډويژن وفاقی وزیر سردار اوېس لغاری، د پټرولیم وفاقی وزیر علی پرویز ملك ، د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر ٬ د اېس آئی ایف سی ډائرېکټر جنرل مېجر جنرل اسد الرحمن چیمه او د اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو








