د رېلوے وزير حنيف عباسي د ايتاليا قومي ورځې په موقع ايتالوي حكومت او اولس له مباركي

  اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) درېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د ايتاليا قومي ورځې په موقع د اتاليا حكومت او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د پاكستان او ايتاليا ترمينځه د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې په شريك احترام ٬ باور او مرسته اډانه دي۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل ايتاليا د پاكستان مهم همكار هېواد دے او وخت تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو …

 

اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) درېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د ايتاليا قومي ورځې په موقع د اتاليا حكومت او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د پاكستان او ايتاليا ترمينځه د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې په شريك احترام ٬ باور او مرسته اډانه دي۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل ايتاليا د پاكستان مهم همكار هېواد دے او وخت تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو اړيكې لا متسحكمې شوې دي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان اېتاليا سره تجارت، سرمایه کارۍ، تعلیم او كلتوري رابطو ته وده وركولو ته خصوصي اهميت وركوي۔ ده په ايتاليا كښې د پاكستاني كميونټي كردار ستائلو سره ووئيل دا د دواړو هېوادونو اړيكې لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير د ايتاليا قومي ورځې په موقع  د دواړو هېوادونو د اولس امن ٬ پرمختګ و سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه