د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې وزير مملكت د قازقستان سفير سره وليدل،د تعليم په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څركندونه

  اسلام آباد 02 جون  (اے پي پي) د وفاقي تعليم او پيشه ورې تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د قازقستان سفير يرژان كستافين سره د قازقستان په سفارت خانه كښې ملاقات وكړو، چې پكښې د تعليم په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تعليمي اړيكو په لا قوي كولو، فني و پيشه ور …

 

اسلام آباد 02 جون  (اے پي پي) د وفاقي تعليم او پيشه ورې تربيې وزير مملكت وجيهه قمر د قازقستان سفير يرژان كستافين سره د قازقستان په سفارت خانه كښې ملاقات وكړو، چې پكښې د تعليم په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او قازقستان ترمينځه د تعليمي اړيكو په لا قوي كولو، فني و پيشه ور تعليم، هنر مند افرادي قوت جوړولو ، تكنيكي تربيتي پروګرامونو او زدكونكو لپاره د سكالرشپ موقعو په زياتولو خبري اتري وكړې۔ وزير مملكت وجيهه قمر ووئيل ځوانانو له معياري تعليم او عصري پوهه وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔دې په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د نړيوالو شراكت دارو د لارې تعليمي معيار ښه كولو او ځوانانو له نوي موقعو پيدا كولو لپاره لوظي دے۔د قازقستان سفير مسټر يرژان كستافن د تعليم، هنر مندۍ او انساني وسائلو پرمختګ په څانګو كښې پاكستان سره د مرستي لا زياتولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د سكالرشپ پروګرامونو، تكنيكي تربيې او تعليمي تبادلو ودي لپاره د شريكو ګامونو حمايت وكړو ۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو تعليمي ادارو ترمينځه رابطې قوي كولو او علمي و پيشه وره تبادلو د لارې شريكې مرستې ته د ودي وركولو په امكاناتو غور وكړے شو