وفاقي كابينې په داروګانو د ټرېك اېنډ ټرېس سسټم نافذ كولو باضابطه منظوري وركړه،هره دويي به په ډيجيټل ډول ټريك او وېريفائي كېدې شي: د روغتيا وفاقي وزير

  اسلام آباد 02 جون  (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ كمال وئيلي دي وفاقي كابينې په هېواد كښې په داروګانو د ټرېك اېنډ ټرېس سسټم نافذ كولو باضابطه منظوري وركړې ده۔ په دې لړ كښې ډرګ لېبلنګ اېنډ پېكنګ رولز 1978 كښې د ضروري تراميم منظوري هم وركړې شوه۔ د نهي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د روغتيا وفاقي وزير ووئيل دا پرېكړه پاكستان كښې …

 

اسلام آباد 02 جون  (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ كمال وئيلي دي وفاقي كابينې په هېواد كښې په داروګانو د ټرېك اېنډ ټرېس سسټم نافذ كولو باضابطه منظوري وركړې ده۔ په دې لړ كښې ډرګ لېبلنګ اېنډ پېكنګ رولز 1978 كښې د ضروري تراميم منظوري هم وركړې شوه۔ د نهي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د روغتيا وفاقي وزير ووئيل دا پرېكړه پاكستان كښې دجعلي داروګانو خاتمې پلو يو لوے او تاريخي اقدام دے۔ په وړومبي ځل په هېواد كښې به هر ډول داروګان په ډيجيټل ډول ټرېك او وېريفائي كېدے شي، دې سره به جعلي، غير معياري او نقلي داروګان په كوټلي ډول په ګوته كېدے شي او د هغې په ختمولو كښې به مرسته وشي۔ د نوې قاعدې ترمخه ټولو دوا ساز كمپنيو او درآمد كنندګان لپاره به لازم وي چې د ټولو داروګانو په پېك معياري ټو ډي باركوډ او سيريلائزېشن ډيټا درج كړي۔وفاقي وزير ووئيل د دې مهم اقدام سره به په پاكستان كښې د داروګانو سپلائي چين محفوظ، شفاف او معياري شي۔ حكومت د داروګانو څانګه په عصري ډول روانولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي