د پاكستان – آسټریلیا نړيوال ون ډے سيريز مېچ لپاره فول پروف امنيتي انتظامات بشپړ كړې شول

  لاهور۔2جون(اے پی پی) د پاكستان – آسټریلیا نړيوال ون ډے سيريز مېچ په موقع پنجاب پوليس د قذافي سټيډيم لاهور ٬ د لوبډلو د پاتې كېدو ځايونو ٬ روټس او نورو مهمو ځايونو فول پروف امنيتي انتظامات بشپړ كړي دي۔ آئی جی پنجاب عبدالکریم اړوندو افسرانو ته هدايت كړے دے چې هغوي دې لوبغاړو ٬ د كركټ مينه والو او وګړو ته بشپړ امنيت وركړي او ټول انتظامات دې …

 

لاهور۔2جون(اے پی پی) د پاكستان – آسټریلیا نړيوال ون ډے سيريز مېچ په موقع پنجاب پوليس د قذافي سټيډيم لاهور ٬ د لوبډلو د پاتې كېدو ځايونو ٬ روټس او نورو مهمو ځايونو فول پروف امنيتي انتظامات بشپړ كړي دي۔ آئی جی پنجاب عبدالکریم اړوندو افسرانو ته هدايت كړے دے چې هغوي دې لوبغاړو ٬ د كركټ مينه والو او وګړو ته بشپړ امنيت وركړي او ټول انتظامات دې هر لحاظ سره مؤثر كړې شي۔ د پنجاب پوليس وياند له مخې د مېچ امنيت لپاره د اېس پیز، اېس ډی پی اوز او اېس اېچ اوز په شمول 8 زره څخه زيات پوليس افسران او اهلكار تعينات كړې شوي دي۔ ډی آئی جی آپرېشنز لاهور ته هدايت شوے چې په دې مهال دې د ټرېفك رواني هم باوري كړې شي۔ آئی جی پنجاب سینئر پولیس افسرانو ته مېچ څخه وړاندې د امنيي او ټرېفك انتظاماتو پخپله د جاج اغستو هدايت هم وكړو۔ هغه ټولو پوليس افسرانو او ځوانانو ته دا هم هدايت وكړو چې هغوي دې الرټ پاتې شي او په شرخوښې عناصرو دې برابر نظر وساتي۔ ده ووئيل د كركټ مينه والو ته به بشپړه چېكنګ څخه وروستو سټيډيم ته د ننوتلو اجازه وركولې شي۔ بلخوا پوليس اهلكارو ته هدايت شوے چې هغوي دې وګړو او د كركټ مينه والو سره د ښه اخلاقو مظاهره وكړي۔