اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د نېشنل پولیس اکېډمی په اپ ګرېډېشن پراجېکټ كار ګړندے كړے شوے او ایلیټ ټرېننګ سکول كښې په ریپلنګ ټاور 80 فیصد، په جاګنګ ټرېک او آبسټیکلز 70 فیصد كار بشپړ شوے دے۔ د نهې په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د نېشنل پولیس اکېډمی دوره وكړه او په اپ ګرېډېشن پراجېکټ د روان پېشرفت …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د نېشنل پولیس اکېډمی دورہ، په اپ ګرېډېشن پراجېکټ د پېشرفت جاج يۍ واغست، ایلیټ ټرېننګ سکول كښې په ریپلنګ ټاور 80 فیصد، په جاګنګ ټرېک او آبسټیکلز 70 فیصد كار بشپړ شوے

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د نېشنل پولیس اکېډمی په اپ ګرېډېشن پراجېکټ كار ګړندے كړے شوے او ایلیټ ټرېننګ سکول كښې په ریپلنګ ټاور 80 فیصد، په جاګنګ ټرېک او آبسټیکلز 70 فیصد كار بشپړ شوے دے۔ د نهې په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د نېشنل پولیس اکېډمی دوره وكړه او په اپ ګرېډېشن پراجېکټ د روان پېشرفت جاج يۍ واغست۔ په دې موقع وفاقي وزير د اپ ګرېډېشن پراجېکټ جاج اغستو غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د ایلیټ سکول فائرنګ رېنج او باونډری وال په دوه مياشت كښې د بشپړ كولو ټاسك وركړے شو۔ نېشنل پولیس اکېډمی سولر انرجی ته د منتقل كولو پرېكړه وكړې شوه۔ په دې موقع ډی جی اېف آئی اے، چیئرمین سی ډی اے، آئی جی اسلام آباد پولیس، ډپټی کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمی، ډپټی کمشنر اسلام آباد او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔








