اسلام آباد۔2جون(اے پی پی)د اروپائي ائتلاف د خارجه پالېسۍ مشر د پاكستان قائدانه صلاحيتونه او كاميابه ډپلومېسي په بشپړ ډول ستائلو سره وئيلي دي چې پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه ثالثي كولو سره يو بشپړ جنګ ځنډولو كښې مخلصانه هڅه او مرسته كړې ده۔ د نړيوالې ورځېاڼې العربيه له مخې د اروپائي ائتلاف د خارجه پالېسۍ مشر كايا كالاس ووئيل چې پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه ثالثي كولو …
پاكستان د نړيوال امن ضامن، نړۍ ایران امریکا جنګ بندۍ كښې د پاكستان د ثالثۍ كردار اعتراف كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی)د اروپائي ائتلاف د خارجه پالېسۍ مشر د پاكستان قائدانه صلاحيتونه او كاميابه ډپلومېسي په بشپړ ډول ستائلو سره وئيلي دي چې پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه ثالثي كولو سره يو بشپړ جنګ ځنډولو كښې مخلصانه هڅه او مرسته كړې ده۔ د نړيوالې ورځېاڼې العربيه له مخې د اروپائي ائتلاف د خارجه پالېسۍ مشر كايا كالاس ووئيل چې پاكستان د امريكا او ايران ترمينځه ثالثي كولو سره يو بشپړ جنګ ځنډولو كښې مخلصانه هڅه او مرسته كړې ده او په څو موقعو يۍ د ايران او امريكا جنګ پېل كېدو مخه نيولې ده۔ د العربيه له مخې پاكسان د امريكا او ايران يو بل ته د نزې كولو او اختلاف كمولو له مدبرانه هڅې كړي دي۔ پاكستان د ايران او امريكا پلاويو ترمينځه د اوږدو مذاكراتو كوربتوب هم كړې، فیلډ مارشل سید عاصم منېر هڅې روانې وساتلې او د امريكا او ايران ترمينځه مذاكراتو كښې ولاړ خنډان لرې كولو كښې يۍ مهم كردا ترسره كړو۔ د پوهانو له مخې د نړۍ متاثره كوونكي جنګ بندولو او امن په ځاې كولو له د پاكستان كاميابه سياسي او ملټري ډپلوماسي په نړيواله كچه ومنلې شوه۔ امریکا ایران جنګ كښې د پاكستان لخوا د ثالثۍ كردادر د پاكستان اهميت او په نړيواله كچه د بشپړ باور عكاسي كوي۔








