اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كراچۍ كښې په يونيورسټي روډ صفورا سره نزدې د نادرا ميګا سينټر ناڅاپي دوره وكړه او د سپين ګيرو او مېرمنو كار په ترجيحي بنيادونو د كولو احكامات ئي جاري كړل۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا په ميګا سينټر …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كراچۍ كښې د نادرا ميګا سينټر دوره٬ د سپين ګيرو او مېرمنو كار په ترجيحي بنيادونو د كولو احكامات

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كراچۍ كښې په يونيورسټي روډ صفورا سره نزدې د نادرا ميګا سينټر ناڅاپي دوره وكړه او د سپين ګيرو او مېرمنو كار په ترجيحي بنيادونو د كولو احكامات ئي جاري كړل۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا په ميګا سينټر كښې وګړو لپاره د آسانيو جاج واخست۔هغه د شناختي كارډز او نورو دستاويزات جوړولو لپاره راغلې كسانو سره ملاقات وكړو او دوي څخه يې په سينټر كښې آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دوي څخه د شناختي كارډز او نورو دستاويزات جوړولو د عمل په اړه هم پوښتنه وكړه۔ ميګا سينټر كښې موجود كسانو په آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بيل كاؤنټرز موجود سپين ګيرو سره خبرې وكړې او د هغوي څخه يې د ستونزو په اړه پوښتنه وكړې۔ده د سپين ګيرو او مېرمنو كار په ترجيحي بنيادونو د كولو احكامات ئي جاري كړل۔ محسن نقوي د نادرا سينټر د انچارج او سټاف د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔








