وزيراعظم سره د اروپائي كمېشن نائب صدر کاجا کالاس وليدل، پاکستان اروپائي ائتلاف سره ګڼ اړخيزه شراكتداري لا قوي كولو خوښي لري۔ شهباز شريف

  اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د قوي تجارتي اړيكو په وده كښې د جي ايس پي پلس په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره ګڼ اړخيزه شراكتداري لا قوي كولو خوښي لري۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ اعليٰ نمائنده او د اروپائي كمېشن نائب صدر …

 

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د قوي تجارتي اړيكو په وده كښې د جي ايس پي پلس په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان اروپائي ائتلاف سره ګڼ اړخيزه شراكتداري لا قوي كولو خوښي لري۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ اعليٰ نمائنده او د اروپائي كمېشن نائب صدر کاجا کالاس د ګل په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ، اټارني جنرل آف پاکستان منصور عثمان اعوان، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور لوړ پوري هم په دې موجود وو۔ وزيراعظم د اروپائي ائتلاف د اعليٰ نمائنده هركلي كولو سره ووئيل چې پاکستان اروپائي ائتلاف سره ګڼ اړخيزه شراكتداري لا قوي كولو خوښي لري۔ ده د ګل په ورځ د اروپائي ائتلاف-پاکستان د ستراتېژك ډائيلاګ د اتم پړاٶ په تابيا د اطمينان څرګندونه كولو سره تجارت و سرمايه کاري، موسمياتي بدلون، سلامتيا، هجرت، تل پاتې پرمختګ او د رابطه کارۍ پشمول په اهمو څانګو كښې اروپائي ائتلاف سره مرستې ته لا وده وركولو لپاره د پاکستان د عزم پخلې وكړو٬ په دې لړ كښې وزيراعظم د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه قوي تجارتي اړيكو ته په وده كښې د جي ايس پي پلس په اهميت رڼا واچوله۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايز او نړيوالو صورتحال هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم په مېنځني ختيز كښې د امن ودې لپاره د پاکستان هلو ځلو كښې د ائتلاف په بشپړه ملاتړ د اروپائي ائتلاف د قيادت مننه كولو سره ووئيل چې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په دې لړ كښې اهم كردار لوبولېدے۔ وزيراعظم په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره د نړيوالې ورورولۍ پشمول د اروپائي ائتلاف د اجتماعي هلو ځلو په ضرورت خاص زور راوړو٬ وزيراعظم د سوئيلي آسياء په سيمه ايز صورتحال او د افغانستان په اړه د پاكستان د موقف څخه هم د اروپائي ائتلاف اعليٰ نمائنده خبر كړو۔ ده د اروپائي کونسل صدر انتونيو کوسټا او د اروپائي کميشن صدر ارسولا وان ډير لاين لپاره د خپلو نيكو هيلو څرګندونه وكړه او دواړو مشرانو ته ئې رز د پاكستان دورې له د خپلې بلنې پخلې وكړو۔ د اروپائي ائتلاف اعليٰ نمائنده کاجا کالاس سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او پاکستان سره ئې د ستراتېژك روابط په لا قوي كولو كښې د اروپائي ائتلاف د ژورې دلچسپۍ څرګندونه وكړه