اسلام آباد 01 جون (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ډېره اسماعيل خان په پخواني هوائي ميدان د كمرشل فلائټس آپريشن بحالولو په منصوبه خبرې وشوې۔په دې مهال په ډېره اسماعيل خان كښې د نوې ګرين فيلډ انټرنېشنل …
د دفاع وزير خواجه آصف سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ملاقات٬د ډي آئي خان په پخواني هوائي ډګر د كمرشل فلائټس آپرېشن بحالولو په منصوبه خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ډېره اسماعيل خان په پخواني هوائي ميدان د كمرشل فلائټس آپريشن بحالولو په منصوبه خبرې وشوې۔په دې مهال په ډېره اسماعيل خان كښې د نوې ګرين فيلډ انټرنېشنل هوائي ميدان منصوبې په شوي پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر د اولډ ډېره هوائي ميدان رن وے پاتې كار زر بشپړېدو او ضروري آلات باوري كولو له د دفاع وزير پام او كردار ضروري وګرځولو۔ ګورنر ووئيل چې ګرين فيلډ انټرنېشنل هوائي ميدان سره به د ډېره اسماعيل خان نه بلكې د دې منطقې معاشي حالت بدل شي۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر د هوائي ميدان بحالۍ له د دفاع وزير خواجه آصف هڅې وستائېلې۔








