د پاکستان او اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه اړيكې په بشپړه او شريكه ګټه اډانه همكارۍ كښې د بدلولو عزم پخلې٬ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اروپائي كمېشن نائب صدر کاجا کالس سره ګډ خبري كنفرنس

  اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) پاکستان او اروپائي ائتلاف د ګل په ورځ د پاكستان-اروپائي ائتلاف د اتم ستراتېژك ډائيلاګ په مهال د مرستې په پراخه امكاناتو رڼا اچولو سره دوه اړخيزه اړيكې په بشپړه او شريكه ګټه اډانه همكارۍ كښې د بدلولو عزم پخلې كړې دې٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او د سلامتيا پالېسۍ اعلیٰ نمائنده …

 

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) پاکستان او اروپائي ائتلاف د ګل په ورځ د پاكستان-اروپائي ائتلاف د اتم ستراتېژك ډائيلاګ په مهال د مرستې په پراخه امكاناتو رڼا اچولو سره دوه اړخيزه اړيكې په بشپړه او شريكه ګټه اډانه همكارۍ كښې د بدلولو عزم پخلې كړې دې٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو او د سلامتيا پالېسۍ اعلیٰ نمائنده او د اروپائي كمېشن نائب صدر کاجا کالس سره ګډ خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال دا مذاكراتي عمل د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه تر ټولو اعلی اداره جاتي فورم وګرځولو۔ ده ووئيل چې اوومه غونډه په نومبر كښې په برسلز كښې شوې وه كومه چې د دواړو ډلو ترمېنځه د دې نوعيت رابطو په تاريخ كښې د كمې وقفې نه وروسته شوې غونډه وه۔ دواړو ډلو د پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك انګېجمنټ پلان 2019 له مخې د مرستې د پېشرفت جاج واخست چې پكښې تجارت، سرمايه کاري او ترقي، د بشري حقونو و قانون حکمراني، كډه كول او نقل و حرکت، د دې نه علاوه د سلامتيا او د ترهګرۍ مخَنيوي په څېر څانګې شاملې دي۔ اسحاق ډار ووئيل اروپائي ائتلاف د پاکستان لوے تجارتي همكارانو كښې شامل دے او د جي اېس پي پلس فرېم ورك له مخې د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه تجارتي مرسته ئې دواړو ډلو لپاره ګټوره وګرځوله۔ ده ووئيل په مذاكراتو كښې دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه کارۍ اړيكې لا قوي كولو ته هم پاملرنه شوې۔ نائب وزيرِاعظم اسحاق ډار او د اروپائي ائتلاف اعلیٰ نمائنده په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم تفصيلي خبرې وكړې چې پكښې د امريکې-ايران شخړه، په سوئيلي اسياء كښې د سلامتيا صورتحال، افغانستان، اروپا او مېنځنې ختيز شامل ٶ۔ اسحاق ډار د امريکې او ايران ترمېنځه په تاٶ تريخوالي كښې كمې لپاره د پاکستان د ثالثۍ د هلو ځلو په ستائنه كولو د اروپائي ائتلاف مننه وكړه۔ ده د هند په بې دليله جارحيت د تشويش څرګندونه كولو سره د كشمير په كشاله د پاكستان د اصولي موقف پخلې كولو سره ووئيل چې ددې شخړې هوارې د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې پكار دے۔ ده دا هم ووئيل چې د سندھ طاس لوظنامې په اړه د پاکستان مؤقف د ثالثۍ عدالت د اضافې پرېكړې نه وروسته درست ثابت شوې چې پكښې واضحه كړې شوې ده چې لوظنامه په لوېديزو سېندونو د هند د آبي کنټرول په صلاحيت بنيادي حدود عائد كوي۔ د سلامتيا په چارو اسحاق ډار په افغان خاوره د فتنه الخوارج او فتنه هند د عناصرو موجودګي او د پاکستان په ضد د دوي په پرله پسې بريدونو د تشويش څرګندونه وكړه ۔ ده ګڼ اړخيزه نظام قوي كولو او د ملګرو ملتونو په منشور د عملدرآمد په ضرورت زور راوړو۔ خپله وېنا كښې د اروپائي ائتلاف اعلیٰ نمائنده کاجا کالس پاکستان يو اهم سيمه ايز طاقت او د اروپائي ائتلاف مهم شراکت دار  وګرځولو۔ ده ووئيل چې اروپائي ائتلاف د پاکستان تر ټولو لويه برآمدي منډۍ ده  او پاکستان د اروپائي ائتلاف د جي ايس پي پلس پروګرام څخه زياته ګټه پورته كوٶنكې هېواد دے۔ کاجا کالس د امريکې او ايران ترمېنځه د پاکستان د ثالثۍ هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې دې اقداماتو د بشپړه جنګ انديښنه ايسارولو كښې مرسته كړې ده۔ ده ووئيل چې اروپائي ائتلاف يو تل پاتې او سوله ايز حل لپاره خپل كردار لوبولو له چمتو دے۔ د افغانستان د صورتحال په حواله ده ووئيل پاکستان د نړيوال قانون له مخې د خپل اولس او خاورې د دفاع حق لري٬ دواړو مشرانو تجارت، د موسمياتي بدلون مخنيوي صلاحيت، ډيجيټل انفراسټرکچر، ګرين انرژي، كډه كول ، نقل و حرکت او اولسي روابط، په خاص توګه د ايراسمس منډس سکالرشپ پروګرام د لارې د پاکستان او اروپائي ائتلاف اړيكې لا قوي كولو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔