اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل چې پاكستان په ګرده نړۍ كښې په سختو حالاتو كښې خدمات ترسره كوٶنكې د ملګرو ملتونو د امن ډلو نظم و ضبط، وظيفائي پوهې او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي٬ ده ووئيل مونږ د ھغه 183 پاكستاني اهلكارو شجاعت او جذبې ته سلام وړاندې كوٶ چا چې د نړيوال امن او سلامتيا په خاطر خپل ځانونه قربان …
د مېرمنو پشمول 2 لكه 70 زره پاكستاني اهلكارو په څلورو براعظمونو كښې په 48 يو اېن مشنز كښې خدمات ترسره كړي دي۔ د صدر مملکت د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل چې پاكستان په ګرده نړۍ كښې په سختو حالاتو كښې خدمات ترسره كوٶنكې د ملګرو ملتونو د امن ډلو نظم و ضبط، وظيفائي پوهې او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي٬ ده ووئيل مونږ د ھغه 183 پاكستاني اهلكارو شجاعت او جذبې ته سلام وړاندې كوٶ چا چې د نړيوال امن او سلامتيا په خاطر خپل ځانونه قربان كړي۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې له مخې صدر مملکت د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړوالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل د شپږو ليسزو څخه پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې زيات اهلكار استوٶنكو هېوادونو كښې شامل دے ۔ ده ووئيل د 2 لكه 70 زره نه زياتو پاکستاني اهلکارو په څلورو براعظمونو كښې په 48 مشنز كښې امتيازي خدمات ترسره كړي چې پكښې د پاكستان ښځينه اهلكارو هم اهم كردار لوبولې۔ صدر آصف علي زرداري دا خدمات د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصولو سره د پاکستان د تل پاتي عزم عكاسي ده۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو په پخواني امن مشنز كښې د ملګرو ملتونو د هند او پاكستان لپاره د ملټري آبزرور ګروپ كوربه هم دے٬ د دې مشن پرله پسې موجودګي د دې خبرې توثيق كوي نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير مسئلې يو منصفانه او تل پاتې حل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ صدر مملکت ووئيل په نړۍ كښې د زيات شوې غير يقيني صورتحال او د شخړو په دې دور كښې د ملګرو ملتونو امن مشن د امن او سلامتيا په ځائ ساتلو يوه اهمه ذريعه ده۔ صدر مملکت ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز لپاره د خپل بشپړه ملاتړ پخلي كوي او ګرده نړۍ كښې امن او استحکام لپاره د ملګرو ملتونو د بېرغ لاندې خدمات د ترسره كوٶنكو د امن ټولو ډلو سره د يووالي څرګندونه







