28 مئي كال 1998 د قامي تاريخ پرېكنده لمحه وه كله چې پاكستان په نړۍ واضح كړه چې پاكستان به د خپلواكۍ٬ سلامتيا ٬ وقار او دفاع په حق كله سمجهوته نه كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې 28 مئي كال 1998 د قامي تاريخ پرېكنده لمحه وه كله چې پاكستان په نړۍ واضح كړه چې پاكستان به د خپلواكۍ٬ سلامتيا ٬ وقار او دفاع په حق كله سمجهوته نه كوي ۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم  محمد شهباز شريف ووئيل نن د يومِ تکبير ورځ لمانځلو سره مونږ شهيد ذوالفقار …

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې 28 مئي كال 1998 د قامي تاريخ پرېكنده لمحه وه كله چې پاكستان په نړۍ واضح كړه چې پاكستان به د خپلواكۍ٬ سلامتيا ٬ وقار او دفاع په حق كله سمجهوته نه كوي ۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم  محمد شهباز شريف ووئيل نن د يومِ تکبير ورځ لمانځلو سره مونږ شهيد ذوالفقار علي بھټو ته زبردست پېرزوئنې وړاندې كوٶ چا چې د پاكستان د اومي پروګرام بنياد اېښې او قائد محمد نواز شريف ته هم پېرزوئنې وړاندې كوٶ د چا جراتمندانه، دليرانه او پُرعزم قيادت چې په مئي 1998 كښې د سخت نړيوال فشار باوجود دا خوب په حقيقت كښې بدل كړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ډاکټر عبدالقدير خان، ډاکټر ثمر مبارك مند او ھغه بې شمېره ذهين سائنسدانانو، انجينئرانو، د پاك پوځ مېړنو افسرانو او اتومي پروګرام سره تړون لرونكو ټولو كسانو ته هم پېرزوئنې وراندې كړې د چا جذبې٬ قربانۍ او غېر متزلزل عزم چې د پاکستان دفاع ناقابلِ تسخير جوړه كړې۔ ده ووئيل چې يومِ تکبير د ملي وحدت، غير متزلزل عزم او د قامي طاقت د ټولو عناصرو د اجتماعي قوت علامت دے كوم چې د پاكستان د آزادۍ تحفظ سره سره په منطقه كښې امن او تزويراتي استحکام د باوري كوول د عزم عكاسي كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل راځۍ چې مونږ ټول په دې تاريخي ورځ د يو قوي، خوشحال، متحد او د خود انحصار پاکستان جوړولو د لوظ تجديد وكړو كوم چې د ايمان، اتحاد او نظم و ضبط په اصولو جوړ شوې۔

مزید خبریں