اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د آذربائيجان صدر الهام عليوف، حکومت او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د ايوانِ صدر ميډيا څانګې له مخې صدر مملکت خپل پېغام كښې ووئيل د پاكستان او آذربائيجان ترمېنځه د آزادۍ ترلاسه كولو سره د ورورولۍ ژورې اړيكې دي چې بنياد ېې په مشترکه عقيده، كلتوري ورثه او اقدار اډانه دے۔ …
صدر مملکت آصف علي زرداري د آذربائيجان قيادت او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړه
اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د آذربائيجان صدر الهام عليوف، حکومت او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د ايوانِ صدر ميډيا څانګې له مخې صدر مملکت خپل پېغام كښې ووئيل د پاكستان او آذربائيجان ترمېنځه د آزادۍ ترلاسه كولو سره د ورورولۍ ژورې اړيكې دي چې بنياد ېې په مشترکه عقيده، كلتوري ورثه او اقدار اډانه دے۔ ده ووئيل په تېرو كلونو كښې دا دوه اړخيزه اړيكې په مضبوط شراكتدارۍ كښې بدلې شوې دي چې بنياد ئې په شريك باور، مفاهمت او د قامي مفاداتو په چارو د يو بل غېر متزلزل حمايت دے۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان اولس د صدر الهام عليوف په دورانديش قيادت كښې د آذربائيجان سماجي و اقتصادي ترقۍ، وحدت او خوشحالۍ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه ګڼ اړخيزه مرسته په خاص توګه دوه اړخيزه تجارت، توان، دفاعي مرسته او په اولسي كچه د پلاويو تبادله كښې پراختيا كولو لپاره د پاکستان د پوخ عزم پخلې وكړو۔صدر مملکت د آذربائيجان اولس امن او خوشحالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔







