نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير خارجه وانګ اي سره وليدل، چين د پاکستان امن لپاره د ګټور كردار ستائنه كولو سره د بشپړه ملاتړ پخلې

نيويارك 28 مئي (اے پي پي) چين د پاکستان امن لپاره د ګټور كردار ستائنه كولو سره د بشپړه ملاتړ پخلے كړے دے۔ د خارجه وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيويارک  كښې د عوامي جمهوريه چين خارجه وزير وانګ اي سره ليدلي٬ په دې موقع دواړو مشرانو په اوسني سيمه ايز پېشرفت او د …

نيويارك 28 مئي (اے پي پي) چين د پاکستان امن لپاره د ګټور كردار ستائنه كولو سره د بشپړه ملاتړ پخلے كړے دے۔ د خارجه وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيويارک  كښې د عوامي جمهوريه چين خارجه وزير وانګ اي سره ليدلي٬ په دې موقع دواړو مشرانو په اوسني سيمه ايز پېشرفت او د منطقې پشمول په نړۍ كښې تل پاتي د امن او استحکام ودې لپاره د پاكستان لخوا مذاکرات او سفارت کارۍ د راوړاندې كېدو په هلو ځلو د خيالاتو څرګندونهو كړه۔ خارجه  وزير وانګ اي د پاکستان امن لپاره د ګټور كردار ستائنه كولو سره د بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ اي په بلنه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د نړيوال امن او سلامتيا تحفظ، د ملګرو ملتونو د منشور مقاصدو او اصولو پالنې او په ملګرو ملتونو اډانه د نړيوال نظام مضبوطولو په موضوع اوپن مباحثه كښې ګډون لپاره د نيو يارك په دوره ٶ كوم چې په 26 مئي په سلامتي كونسل كښې د چين په مشرۍ  كښې تابيا شوې وه۔

مزید خبریں