28 مئي “يوم تکبير” ھغه تاريخي ورځ وه كله چې محمد نواز شريف د نړيوال فشار باوجود د پاکستان دفاع او خپلواكۍ ته ترجيح وركړه۔ عطاء الله تارړ

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په "يوم تکبير" قام له مباركي وركولو سره ووئيل چې دا ھغه تاريخي ورځ وه كله چې محمد نواز شريف د نړيوال فشار٬ دړكو او معاشي بنديزونو باوجود د پاکستان دفاع او خپلواكۍ ته ترجيح وركړه۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وفاقي وزير چې يوم تكبير راشي نو زما د نيكه …

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په “يوم تکبير” قام له مباركي وركولو سره ووئيل چې دا ھغه تاريخي ورځ وه كله چې محمد نواز شريف د نړيوال فشار٬ دړكو او معاشي بنديزونو باوجود د پاکستان دفاع او خپلواكۍ ته ترجيح وركړه۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وفاقي وزير چې يوم تكبير راشي نو زما د نيكه ارواښاد صدر محمد رفيق تارړ ھغه خبرې ريادي شي كله چې ھغوي په 28 مئي 1998 په سترګو كښې د خوشحالۍ اوښكو سره دا وئيل چې “نن پاكستان خپله دفاع، وقار او آزادي تل لپاره خوندي كړه” وفاقي وزير ووئيل په نننۍ ورځ مونږ د پاكستان اتومي پروګرام لپاره شهيد ذوالفقار علي بھټو، ډاکټر عبدالقدير خان (ارواښاد) او ډاکټر ثمر مبارک مند په څېر خپل عظيم سائنس مدارو، انجينئرزاو د پاك پوځ كردار ته سلام وړاندې كوٶ

مزید خبریں