نیویارك 28 مئي (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او په نيويارك كښې په اهم ملاقاتونو كښې د ګډون نه وروسته (سبا) د جمعې په ورځ په سركاري دوره واشنګټن ته ځي۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزیرِاعظم به د دورې په مهال د امريكې خارجه وزير او د قامي سلامتيا سلاحكار مارکو روبیو سره ملاقات كوي …
نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار به په نیویارك كښې د اهم ملاقاتونو نه وروسته په سركاري دوره (سبا) د جمعې په ورځ واشنګټن ته ځي
نیویارك 28 مئي (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او په نيويارك كښې په اهم ملاقاتونو كښې د ګډون نه وروسته (سبا) د جمعې په ورځ په سركاري دوره واشنګټن ته ځي۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزیرِاعظم به د دورې په مهال د امريكې خارجه وزير او د قامي سلامتيا سلاحكار مارکو روبیو سره ملاقات كوي چې پكښې به د دوه اړخيزه اړيكو جاج اخستې شي او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د خيالاتو څرګندونه هم كوي٬ په مذاکراتو كښې په اهمو ترجيحي څانګو كښې مرسته لا قوي كولو سره سره د پاکستان لخوا مذاکرات او د سفارت کارۍ د لارې سيمه ايز امن و استحکام ته د ودې وركولو هلو ځلو ته به هم پام ګرځولے شي۔ دا دوره امريكې سره د پاكستان د اوږدې مودې او په پراخه بنياد د همكارۍ لا مستحكم كولو د عزم عكاس ده۔ په واشنګټن ډي سي كښې د خپلو سركاري مصروفیات د بشپړولو نه وروسته به نائب وزیراعظم هم په دغه ورځ اسلام آباد ته روانېږي۔







