چين به د پاکستان معاشي خودمختاری لپاره هر  ممكن مرسته كوي، د چين قيادت سره په سي پيک 2.0 عملدرآمد د تندولو پرېكړه شوې ۔ وزيراعظم شهباز شريف

بيجنګ  26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چين به د پاکستان معاشي خودمختاری لپاره هر ممكن مرسته كوي، د چين قيادت سره په سي پيک 2.0 عملدرآمد د تندولو پرېكړه شوې داو د دې فرېم ورك د له مخې زراعت يو ځل بيا تر ټولو وړومبے سالے شوے دے، فولادي دوستي به زراعت، صنعت ،تحقيق و پرمختګ او په نورو ستراتېژكي څانګو كښې په نوې …

بيجنګ  26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چين به د پاکستان معاشي خودمختاری لپاره هر ممكن مرسته كوي، د چين قيادت سره په سي پيک 2.0 عملدرآمد د تندولو پرېكړه شوې داو د دې فرېم ورك د له مخې زراعت يو ځل بيا تر ټولو وړومبے سالے شوے دے، فولادي دوستي به زراعت، صنعت ،تحقيق و پرمختګ او په نورو ستراتېژكي څانګو كښې په نوې انقلاب بدلوٶ، دہ ووئیل زرعي مرستې لپاره مضبوط عملي پيشرفت ته اړتيا ده، په ګډه به د پاکستان په زرعي څانګې ټول هدفونه سر كوٶ٬ ځوانان زمونږ سباٶن دے، دہ ووئیل یو زر نوې زرعي ګريجويټس به جديد زرعي تعليم  و تربيې لپاره د چين پوهنتونونو ته لېږو۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د چائنيز اکيډمي آف ايګريکلچرل سائنسز دورې په مهال د پاک۔چين زرعي مرستې وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د نړۍ د دې ممتاز ادارې دوره زما لپاره د اعزاز خبره ده كومه چې د زرعي تحقيق و ترقۍ په وده كښې نړيوال شهرت لري٬ ما ته د اعزازي پروفيسر شپ چې كوم سرټيفکيټ راكړې شوې دا اعزاز ترلاسه كول يوازې زما لپاره نه بلكې ټول پاكستاني قام لپاره د فخر سبب دے۔ وزيراعظم ووئيل په سږني كال مونږ دواړه هېوادونه د دوستۍ او جذبې د سفارتي اړيكو 75مه سالګرې لمانځو٬ دا اعزاز ترلاسه كول او د پاك چين اړيكو دا تاريخي سالګري غېر معمولي او د يادګار موقعې دي مونږ به په ګډه آئرن براردرز په معاشي بدلۍ او انقلاب كښې بدلوٶ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه زراعت، صنعت، تحقيق و ترقي او مشترکه مرسته په نورو تزويراتي څانګو كښې يو بل سره په ګډه معاشي بدلون او انقلاب به برپا كوٶ، مونږ د زرعي څانګې پرمختګ لپاره د چين د مرستې خواهش لرو، ځوانان زمونږ سباون دي٬ پاك چين مرسته به د دې نزدې روابطو د لارې لا مستحكم شي، مونږ د خپلو ځوانانو كاروباري كسانو٬ كرندګرو او سائنسدانانو خبره كوٶ څوك چې په معيشت  كښې ترقي، جدت او ټيکنالوجي راولي٬ وزيراعظم ووېيل چې د پاکستان او چين ترمېنځه زرعي مرستې لپاره مفاهمتي ياداښت لاسليك شوے دے، په دې د چين لخوا د كوټلي پېشرفت ضرورت دے۔ وزيراعظم ووئيل د چين  صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ سره زما ملاقاتونه ګټور او د دوستۍ په ماحول كښې شوي، مونږ په سي پيک 2.0 د عملدرآمد تيزولو پرېكړه كړې ده او د دې فريم ورک له مخې زراعت يو ځل بيا سر فهرست دے، د صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ د ھغه  کلماتو نه ډېر متاثره شوم چې چين او پاکستان سدا بهار دوستان دي او چين به د پاکستان معاشي خپلواكي ترلاسه كولو كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي، كومه چې زمونږ سباون او سلامتيا لپاره اهمه ده۔ وزيراعظم د پاکستان او چين مرسته لا قوي كولو لپاره د پوځ عزم توثيق وركولو سره ووئيل چې زراعت ،سائنس ،جدت او د كليوال پرمختګ  په څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به مرسته زياتوٶ، مونږ به خپلو پوهتنونونو، سائنس دانانو، محققين او د ځوانانو ترمېنځه مضبوط اداره جاتي روابط جوړوٶ دغسې چې د دوستۍ چې كوم تخم مونږ كرلې دې ھغه راتلونكي كول لپاره د خوشحالۍ او مشترکه پرمختګ سبب جوړ شي۔ د دې نه وړاندې د چائنيز اکيډمي آف ايګريکلچرل سائنسز صدر هوانګ سان وين د سي اے اے ايس په اړه تفصيلي خبرې وكړې۔ په دستوره كښې وزيراعظم ته د چائنيز اکيډمي آف ايګريکلچرل سائنسز د چارو په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړې شو، د چائنيز اکيډمي آف ايګريکلچرل سائنسز صدر  پروفيسر هوانګ سان وين په دې موقع وزيراعظم ته د پروفيسر شپ اعزازي سرټيفيکيټ هم وړاندې كړو

مزید خبریں