اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) چین او پاکستان په هر موسم كښې په ستراتېژكي مرستې اډانه همكارۍ ته ودی وركولو نه اتفاق كړے دے ، د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې په اعلاميه كښې ډلو په دې خبره سلا ح یوہ کړه چې د چین او پاکستان د روایتي دوستي كومه چې د دواړو هېوادونو مشرانو نسل در نسل قائمه كړې او وده وركړې٬ دواړو …
د چین او پاکستان په هر موسم كښې په ستراتېژكي مرستې اډانه همكارۍ ته ودی وركولو ته اتفاق٬ د وزیرِاعظم شهباز شریف د چين دورې په موقع شریکه اعلاميه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) چین او پاکستان په هر موسم كښې په ستراتېژكي مرستې اډانه همكارۍ ته ودی وركولو نه اتفاق كړے دے ، د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې په اعلاميه كښې ډلو په دې خبره سلا ح یوہ کړه چې د چین او پاکستان د روایتي دوستي كومه چې د دواړو هېوادونو مشرانو نسل در نسل قائمه كړې او وده وركړې٬ دواړو هېوادونو او اولس لپاره يوہ مهم اثاثه او ستراتېژك سرمايه ده،دا دوستي د سفارتي اړيكو د تېرو 75 كالو په مهال په نړيوال او سيمه ايز صورتحال كښې د بدلون باوجود تل قوي پاتې شوی ٬ دواړو هېوادونو تل په يو بل باور او احترام سره سره د دې ملاتړ كړے او د ستونزو او چیلنجونو په وخت د يو بل سره لكه د غره ولاړ پاتي شوی دی۔ د بيان له مخې د عوامي جمهوريه چين وزيرِاعظم لي چيانګ په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د 23 نه تر 26 مئي د چين سركاري دوره كړې٬ د دورې په مهال صدر شي جن پنګ وزيراعظم سره ليدلي او وزيراعظم لي چيانګ وزيراعظم شهباز شريف سره مذاكرات كړي٬ دواړو ډلو په خوشګوار ماحول كښې د خيالاتو څرګندونه كړې او دچين پاکستان په هر موسم كښې په ستراتېژكي مرستې اډانه همكارۍ ته ودی وركولو ته اتفاق سلا شي او د شريكئ خوښې په نړيوالو او سيمو ايزو نوې چارو او پراخه اتفاق رائے ته رسېدلي، وزيراعظم محمد شهباز شريف د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په دستورو كښې ګډون هم كړې او د صوبه ژي جيانګ د هانګژو ښار كاميابه دوره ئې هم كړې ۔ بيان كښې وئيلي شوې دي چې په يو داسې نړۍ كښې چرته چې په پېړۍ كښې په وړومبي ځل غېر معمولي بدلۍ رامخې ته شوې، د چين پاكستان په هر موسم كښې په ستراتېژكي مرستې اډانه همكارۍ لا سټريټجک اهميت او افاديت اختيار كړے دے۔ چين او پاکستان به په نوي دور كښې مشترکه سباٶن د لا مضبوط چين پاکستان کيمونټۍ جوړولو لپاره په تند رفتارۍ سره كار كوي كوم چې به د چين او د ده د ګاٶنډي هېوادونو ترمېنځه د مشتركه سباٶن كميونټي جوړېدو لپاره يو مثال وي۔ دواړو ډلو د خپلو دوه اړخيزه اړيكو تحفظ او ودې، د اعليٰ كچ تبادلو تسلسل، په جديد دوره كښې د چين پاکستان د مشترکه سباٶن لا مضبوط كميونټي ايکشن پلان (2025-2029) ځانګړې پيش رفت، شريك باور، عملي مرستې٬ دفاعي او سکيورټي مرسته كښې لا ژورتيا پېدا كولو او په نړيوالو او سيمو ايزو چارو نزدې رابطه په ځائ ساتلو لپاره د عزم پخلې وكړو دغسې چې دا تعلق د دواړو هېوادونو د اولس ګټې او د منطقې او په نړۍ كښې امن، استحکام او خوشحالۍ لپاره لا موثره كړې شي٬ پاکستان د صدر شي جن پنګ لخوا وړاندې كړې شوې د “انسانيت د مشترکه سباون کيمونټي” وژن، ګلوبل ډوېلپمنټ انيشي ايټو، ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو، ګلوبل سولائزيشن انيشي ايټو او ګلوبل ګورننس انيشي ايټو د بشپړه ملاتړ پخلې وكړٶ۔ دواړو ډلو د صدر مملکت آصف علي زرداري په اپريل او مئي 2026 كښې د چين د هونان او هائينان ولايتونو دورې، د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په جنوري 2026 كښې د چين دورې، د چين پاکستان د خارجه وزيرانو د سټريټجک ډائيلاګ اووم پړاٶ او سي پيک د سياسي جماعتونو په مشتركه مشاورتي ميکنزم د کاميابې تابيا ستائنه وكړه۔ پاکستان د چين د ملي وحدت د ټولو اقداماتو ملاتړ او د “تائيوان آزادۍ” د هر شكل د مخالفت پخلې وكړو٬ پاکستان د سنکيانګ، زيزانګ، هانګ کانګ او سوئيلي بحيره چين په معاملو د چين د موقف ملاتړ وكړو٬ چين د پاکستان خپلواكۍ، آزادۍ، سيمه ايز سالميت، قامي سلامتيا، استحکام، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د خپل غيرمتزلزل ملاتړ پخلې وكړو٬ پاکستان د چين 14م پنځه كلنې منصوبې د ستراتېژك هدفونو كاميابۍ او د پنځلسم پنځه كلنې منصوبې د مضبوط پېل مباركي وركړه٬ چين د پاکستاني قيادت د ”اړان پاکستان“ قامي اقتصادي بدلون منصوبه (2024-2029) له مخې د معاشي استحکام په ترلاسه كولو مباركي وركړه٬ پاکستان د چين په دې مرستې اډانه د فلسفې ستائنه وكړه چې له مخې ئې خلقو ته يوازې مهي نه بلكې د مهانو د نيولو مهارت هم وركولې كېږي٬ ډلو د بنيادي ډھانچې، زراعت، تعليم، صحت او په نورو څانګو كښې نور “كوچني خو ښائسته” اولسي فلاحي منصوبې پېل كولو لپاره تيار دي٬ چين به د 2025 تا 2029 په مهال پاکستان ته درې زره د تربيې موقعې وركولو په منصوبو عمل درامد جاري ساتي٬ دواړه هېوادونه به د تعليمي و كلتوري تبادلو او مرستې په منصوبو عمل درامد كوي او د ټوئن صوبو او ښاريو ترمېنځه مرستې ته به هم پراختيا وركولې شي٬ چين د پاكستان دوه خلا بازو ته تربيې لپاره چين ته د راتلو بلنه وركړه او د دې اميد څرګندونه ئې وكړه چې پاکستاني خلا باز به د چين خلائي سټيشن كښې داخلېدونكې ورومبې غير ملکي خلا باز جوړېږي٬ دواړو هېوادونو سوله ايز او په شريكه ګټه اډانه خلائي مرستې ته لا پراختيا وركوي ٬ د مشترکه اعلاميې له مخئ چين د دې عزم څرګندونه كړې ده چې مونږ به پاکستان سره په ګډه په ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو بشپړه عملدرامد كوٶ، چين۔پاکستان به سکيورټي شراکت داري قائموي، د ترهګرۍ مخنيوي دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرسته به جاري ساتي او په پوځي كچه مرستې ته به لا وده وركوي دغوسې چې په منطقه كښې امن و استحکام ته وده وركړې شي٬ پاکستان د چين وګړو، منصوبو او ادارو حفاظت باوري كولو لپاره اقدامات او سکيورټي مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه كړې۔ ډلو په دې خبره سلا كړې چې د دوېم جنګ عظيم د فاتحانه نتيجې مضبوطيا سره په ځائ ساتل او د فاشزم او عسکريت پسندۍ د بحالولو د هر هڅې مخالفت ضروري دے٬ دواړو د جنګ نه پس د نړيوال نظام ملاتړ كوم چې د قاهره اعلاميېے او د پوټس ډيم اعلاميه په څېر په نړيوال قانوني دستاويزات اډانه دي دغسې چې نړيوال امن او انصاف په ځائ وساتلې شي٬ پاکستان د ورلډ آرټيفيشل انټيلي جنس مرستې تنظيم په جوړولو د چين د اقدام ملاتړ كولو سره دا مصنوعي ذهانت په نړيواله كچې مثبت او زيات ګټور جوړولو پلو يو عملي قدم وګرجولو٬ دواړو هېوادونو د مصنوعي ذهانت د عالمي نظم و نسق او نړيوالې مرسته مخ په وړاندې بوتللو له هم سلا وكړه۔ ډلو په سرحدي آبي وسائل مساوات او د شريكې ګټې د اصولو له مخې په مرسته سلا وكړه او د سيمه ايز او نړيوالې سلامتيا د تحفط د اهميت ئې تذكره وكړه٬ چين د اېس سي او د راتلونكي چيئرمېن په توګه د پاکستان د ملاتړ پخلې وكړو او د كال 26-2025 په مهال ېې په ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د پاکستان د غير مستقل غړيتوب په مهال د كردار ستائنه وكړه٬ چين د پاکستان د ګڼ اړخيزه مرستې، د شخړو سوله ايز حل او د سيمه ايزې مرستې د اقداماتو هم ستائنه وكړه۔ پاکستان سږ كال په اپريل كښې په ارومچي كښې د چين، افغانستان او پاکستان ترمېنځه د غير رسمي مذاکراتو د كاميابې تابيا ستائنه وكړه او د چين دا ډول مکالماتي پليټ فارم ئې خوشبينه وګرځول٬ دواړو هېوادونو د افغانستان په معامله نزدې مرسته او رابطه جاري ساتلو لپاره اتفاق وكړو۔ ډلو په دې خبره زور راوړو يو كس٬ ډله يا د تنظيم پسمول تحريک طالبان پاکستان او د ختيز ترکستان اسلامي تحريك خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ يا هلو ځلو لپاره د استعمالولو به اجازه نه وركوي٬ د دورې په مهال په بېلو څانګو كښې د مرستې په يو شمېر دستاويزات لاسليك شوي٬ د ګډې اعلاميه له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان د پلاوي د سفارتي اړيكو په 75مې سالګرې په موقع په تود هركلي د عوامي جمهوريه چين د حکومت او اولس مننه وكړه۔










