وزيراعظم شهباز شريف په بيجنګ كښې د چين د نوموړې كمپنو پلاويو سره وليدل٬ اقتصادي، صنعتي او د بنيادي ډھانچې په څانګو كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلې

  بيجنګ 26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په بيجنګ كښې د چين د نوموړې كمپنو د اعليٰ كچ پلاويو سره ليدلي، چې پكښې د سي پېك د دوېم پړاٶ له مخې اقتصادي، صنعتي او د بنيادي ډھانچې په څانګو كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلې ۔ وشو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …

 

بيجنګ 26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په بيجنګ كښې د چين د نوموړې كمپنو د اعليٰ كچ پلاويو سره ليدلي، چې پكښې د سي پېك د دوېم پړاٶ له مخې اقتصادي، صنعتي او د بنيادي ډھانچې په څانګو كښې مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلې ۔ وشو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د فيمسن پلاوي سره ملاقات كښې چې مشري ئې د كمپنۍ چيف ايګزيکټو آفيسر ژينګ جون چن كوله۔ وزيراعظم د پاکستان زرعي څانګې په خاص توګه د غلې ذخيره كولو، فيډ پيداوار او د غذائي تحفظ په حواله د فيمسن د اوږدې مودې د خدماتو ستائنه وكړه٬ وزيراعظم د فصلونو پرې كولو نه پس په كېدونكي زيان كښې كمې د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ګرځولو سره فيمسن ته په خاص اقتصادي زونز او ګرين پاکستان انيشي ايټو له مخې د مراعاتو نه مستفيد كېدو لپاره په پاکستان كښې مينوفيکچرنګ او د ټيکنالوجۍ د منتقلۍ سهولتونو جوړولو بلنه وركړه۔ وزيراعظم د شينډونګ ژن شو ګروپ کارپوريشن چيئرمين هاؤ جيان شن او د ھغه پلاوي سر هم ملاقات كړې او په پاکستان كښې د بحري څانګې پرمختګ، بيټري مينوفيکچرنګ، د معدنيات پراسيسنګ او د صنعتي مرستې په څانګو كښې د ګروپ د زياتې شوې سرمايه كارۍ هركلے وكړو۔ وزيراعظم د ژن شو ګروپ د ژن شو اسپيشل اکنامک زون، په پورټ قاسم كښې د سي ټو سټيل منصوبې، ګوادر او د شمالي معدنياتو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم دې ستراتېژك منصوبو لپاره د حکومت پاکستان د بشپړه مرستې د عزم پخلي كولو سره د سي پېك د دوېم پړاٶ له مخې په دې د تېز رفتار عملدرآمد په ضرورت زور رواړو۔ وزيراعظم د چائنا کميونيکيشنز کنسټرکشن کمپنۍ چيئرمين  ژانګ بنګنان او د چائنا روډ اينډ برج کارپوريشن اعليٰ نمائندګانو سره هم ليدلي۔ وزيراعظم په تېرو شپږ لسيزو كښې په پاكستان كښې د بنيادي ډھانچې ترقۍ، په خاص توګه د قراقرم هائي وے او رشکئي سپيشل اکنامک زون په څېر منصوبو كښې د دې كمپنو د كردار ستائنه وكړه۔ ده د سي پېك له مخې اېم اېل-1، د قراقرم هائي وے ري الائنمنټ او د رابطو په نورو منصوبوه تېز رفتار پېشرفت لپاره د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې پاکستان او سي آر  بي سي له بنيادي ډھانچه جديد جوړولو او سيمه ايزو روابطو ته وده وركولو كښې د اوږدې مودې ستراتېژك شراکت دار ګڼي٬ د چين کمپنيو د پاکستان په اقتصادي صلاحيت د خپل بشپړه باور څرګندونه كولو سره زراعت، صنعتي پيداوار، لاجسټکس، بنيادي ډھانچه او د ټيکنالوجۍ پشمول بېلو څانګو كښې په سرمايه كارۍ زياتولو كښې د دلچسپۍ څرګندونه وكړه۔ په دې ملاقاتونو كښې د وزيراعظم معاونت وفاقي وزيرانو او اعليٰ سرکاري چاروكو كولو٬ چا ته چې په كاروباري ملاقاتونو كښې په شوې پرېكړو د موثره او په وخت د عملدرامد باوري كولو امر وشو۔

مزید خبریں