نیویارك 26 مئي (اے پی پی) نائب وزیرِاعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د 26 نه تر 28 په سركاري دوره نيويارك ته رسېدلے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې نائب وزیرِاعظم به د دورې په مهال "نړيوال امن و د سلامتيا بحالۍ: د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصولو په ځائي ساتلو او د ملګرو ملتونو د مرکزیت وړ نړيوال نظام …
نائب وزیرِاعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار په سرکاري دوره نيويارك ته ورسېد

مزید خبریں
نیویارك 26 مئي (اے پی پی) نائب وزیرِاعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د 26 نه تر 28 په سركاري دوره نيويارك ته رسېدلے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې نائب وزیرِاعظم به د دورې په مهال “نړيوال امن و د سلامتيا بحالۍ: د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصولو په ځائي ساتلو او د ملګرو ملتونو د مرکزیت وړ نړيوال نظام مضبوطولو”په سرخط د ملګرو ملتونو د سلامتیا کونسل د اعلیٰ كچ په بحث كښې ګډون كوي د كومې تابيا چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د چين په مشرۍ كښې كېږي۔ نائب وزیرِاعظم او خارجه وزیر به د خپلو همڅنګو نه علاوه د ملګرو ملتونو اعلیٰ چاروكو سره هم دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار نیویارك ته رسېدو په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد او په نیویارك كښې د پاکستان قونصل جنرل عامر احمد آتوزئی هركلے وكړو۔










