بيجنګ 26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سخت محنت او پرله پسې هلو ځلو سره پاکستان كښې پرمختګ لپاره د چين د معاشي ماډل خپلولو عزم سره وئيلی دي د چين د کړي پرمختګ ، د غربت، بې روزګارۍ او د رنځونو مخ نیوی په چيلنجز قابو موندلو لپاره د تقلید وړ سفر څخه نړۍ له زده كړه پكار ده٬ د پاکستان او د چين …
د پاك چين د دوستۍ ونې ډېرې خوږې مېوې وركړې٬ د وزيراعظم شهباز شريف په بيجنګ كښې دستورې ته وېنا، پرمختګ لپاره د چين د معاشي ماډل خپلولو عزم

مزید خبریں
بيجنګ 26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سخت محنت او پرله پسې هلو ځلو سره پاکستان كښې پرمختګ لپاره د چين د معاشي ماډل خپلولو عزم سره وئيلی دي د چين د کړي پرمختګ ، د غربت، بې روزګارۍ او د رنځونو مخ نیوی په چيلنجز قابو موندلو لپاره د تقلید وړ سفر څخه نړۍ له زده كړه پكار ده٬ د پاکستان او د چين د دوستۍ د ونې جرړې ډېر ژورې دي٬ دا طوفانونو سره مخ شوی ده، سېورے ئې وركړے او ډېرې خوږې مېوې ئې هم وركړې دي ٬ ده ووئیل زمونږ مشتركه ذمه واري ده چې دې څانګو ته وده وركړو او زمونږ راتلونكې كول ھغه ورثه ولري كومه چې زمونږ د پلار نيكه د تصور څخه هم د زياتو مضبوطو اړيكو جوګه ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پاك چين سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په حواله خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ په دستوره كښې د عوامي جمهوريه چين نائب صدر هان زينګ او د پاکستان د پلاوي غړٶ او نورو شخصياتو هم ګډون كړې۔ وزيراعظم ووئيل بيجنګ كښې د دوه عظيم هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په دستوره كښې ګډون زما لپاره د يو اعزاز خبره ده٬ په تېرو اووه لسيزو كښې دا اړيكې زمونږ مشرانو ډېر په جذبه٬ عقيدت او خلوص سره جوړې كړے دي كومې چې اوس داسې لوړ مقام ته رسېدلې دي چې ثاني نه لري او نه د دې په څېر كوم مثال كېدې شي، په دې اووه لسيزو كښې چين سخت ستړې خوارۍ سره جنګ كولو سره د د زمكې نه د شان او شوكت لوړې كچې ته د رسېدو سفر سر كړېدے دا د منلو وړ سفر دے كوم څخه چې د نړۍ ټولو هېوادونو له زده كړه پكار ده چې څنګه په غربت٬ بې روزګارۍ٬ رنځونو او چېلنجونو قابو وموندې شي كه ثابت قدم پاتې شوې نو آخر كار ھغه ترلاسه كېدې شي كوم چې چين ترلاسه كړې دي٬ چين نن يو نړيوال معاسي او پوځي طاقت دے او دا د دواړو هېوادونو د دوستۍ زرين پړاٶ دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2010 كښې پاکستان كښې سېلاب راغلو نو د چين حكومت په سمدستي توګه د پاكستان د خپلو ورروڼو د زړه د خلاصه مرسته وكړه٬ ريسکيو چورلكې او ريسکيو ډلې ، داروګان او نور سامان ئې واستولو٬ د چين وروڼو او خوېندو٬ ډاكټرانو او پوهانو په سېلاب ځپلې سيمو كښې د ځپليو بشپړه مرسته كړې۔ ده ووئيل چې پاکستان اور چين يو شان دي او زمونږ زړونه يو بل سره درځېږي٬ د صدر شي جن پنګ د فعاله او په بصيرت افروز قيادت كښې چين 80 کروړه اولس د غربت نه بهر كړي٬ د لكهونو په شمېر اولس ته ئې روزګار وركړې دے٬ چين د معاشي طاقت په لحاظ سره د چا نه كم نه دے٬ چين د پوځي طاقت په لحاظ سره د نړۍ د ټولو نه د زيات طاقتور قام برابر دے او د دې باوجود د صدر شي جن پنګ فلسفه، ګڼ اړخيزه تګلارې ته وده وركول٬ امن ته وده وركول او د خطر وړ شخړې د خبرو اترو او سفارت كارۍ دل ارې د حل كولو د ھغوي وژن نه يوازې ھغوي د لوړې پاتې شخصيت بلکې په دې دور كښې تر ټولو زيات د احترام وړ په لارښود كښې يو جوړوي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې مونږ د دې نه زده كړه وكړو كوم چې د پرله پسې هلو ځلو٬ خوارۍ٬ او قربانيو سفر دے كوم چې د دې جديد دور په معجزه كښې بدل شوے دے۔ راځۍ چې مونږ وړومبې قدم پورته كړو او زه باور دركوم چې اجتماعي او په انفرادي توګه سخت محنت او پرله پسې هلو ځلو سره مونږ پاكستان يو كوچنۍ چيني معاشي ماډل يو ورځ خامخه او ډېر زرترلاسه كړو ۔ وزيراعظم ووئيلد پاکستان او د چين د دوستۍ د ونې جرړې ډېر ژورې دي٬ دا طوفانونو سره مخ شوی ده، سېورے ئې وركړے او ډېرې خوږې مېوې ئې هم وركړې دي ٬ ده ووئیل زمونږ مشتركه ذمه واري ده چې دې څانګو ته وده وركړو او زمونږ راتلونكې كول ھغه ورثه ولري كومه چې زمونږ د پلار نيكه د تصور څخه هم د زياتو مضبوطو اړيكو جوګه ده۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې د چين نائب صدر هان زينګ د چين حکومت لخوا پاكستان سره د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې مباركي وركړه او د وزيراعظم محمد شهباز شريف ئې هركلے وكړو۔ ده ووئيل په اپرېل كال 2015 كښې صدر شي جن پنګ د پاکستان تاريخي دوره كړې چې پكښې د چين او پاکستان اړيكې په جامع ستراتېژكي مرستې اډانه تر شراكتدارۍ ورسولې شوه او د دواړو هېوادونو د اړيكو پرمختګ لپاره يوه خاكه چمتو شوه۔ ده ووئيل صدر شي جن پنګ سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف د نتيجې وړ ملاقات شوے٬ كوم چې د دواړو هېوادونو اړيكو ته يو نوې تزويراتي اړخ وركړے دے۔ ده ووئيل چين او پاکستان جغرافيائي او د مشترکه مستقبل د لارې يو بل سره تړلې ښه دوستان دي، په ماضي كښې زمونږ قائدينو ذاتي پام سره زمونږ د روايتي دوستۍ آبياري كړې٬ 75 كاله وړاندې چې كله زمونږ سفارتي اړيكې جٶړې شوې٬ چين او پاكستان د يو بل احترام كوي او په يو بل باور لري٬ د يو بل ملاتړ او يو بل سره مرسته كوي٬ پاكستان تل چين سره لكه د غره ولاړ دے دغسې چين تل د ضرورت په وخت د پاكستان قوي ملاتړ كوٶنكې پاتې شوے٬ قراقرم هائي وے كوم چې زمونږ دواړه هېوادونو يو بل سره تړلي نه واخلي زمونږ مشتركه منصوبې تر سي پيک 2.0 د چين او پاکستان ترمېنځه د مرستې خپل د كار دائره پراخه او ژوره كوول سره پرله پسې زياتېږي،او دې زمونږ د دواړو هېوادونو اولس ته عملي او واضح ګټې ورسولېدي۔ چين به پاکستان سره پهګ ډه د مشرانو ترمېنجه په شوې اهم اتفار رائے د زړه د خلاصه عمل كوي٬ روايتي دوستي به مخ په وړاندې بوځي٬ ستراتېژكي رابطې به قوي كوي او عملي مرستې ته به لا پراختيا وركوي٬ راځۍ چې مونږ لاسونه سره يو كړو او د جديديت سفر كښې مخ په وړاندې لاړ شو او په نوي دور كښې د چين پاکستان د مشترکه سباٶن وړ ورورولي لا نزدې او لا مضبوطولو پلو په تندۍ سره پېش قدمي وكړو۔ ده ووئيل چې د سفارتي اړيكو 75مه سالګرې لمانځلو سره د چين 15م پنځه كلن اقتصادي و سماجي پرمختيائي منصوبې او د اړان پاکستان تصور ترمېنځه همكاري مضبوطه كړو، سي پيک 2.0 او د اعلي معيار بيلټ اينډ روډ مرستې ته وده وركړو دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس بهتر ګټه پورته كړي۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف او د چين نائب صدر هان زينګ د پاك چين سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې كېك هم پرې كړو۔










