پاکستان او چين زراعت ، تعليم ، سائنس و ټيکنالوجي، د انساني وسائلو ترقۍ،  د ماحولياتي بدلون پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د مفاهمت په يو شمېر يادداښتونو، لوظنامه لاسليك

بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) پاکستان او چين زراعت ، تعليم ، سائنس و ټيکنالوجي، د انساني وسائلو ترقۍ،  د ماحولياتي بدلون پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د مفاهمت په يو شمېر يادداښتونو، لوظنامه لاسليك كړې۔ په دې لړ كحې د ګل په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف  د چن دورې په مهال خاص دستوره شوې چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د …

بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) پاکستان او چين زراعت ، تعليم ، سائنس و ټيکنالوجي، د انساني وسائلو ترقۍ،  د ماحولياتي بدلون پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د مفاهمت په يو شمېر يادداښتونو، لوظنامه لاسليك كړې۔ په دې لړ كحې د ګل په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف  د چن دورې په مهال خاص دستوره شوې چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د  چين وزيراعظم لي چيانګ  هم موجود ٶ۔ د داوړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي ترقۍ په څانګه كښې تبادله او مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره په مفاهمتي يادداښت لاسليك شوي۔ د منصوبه بندے وزير احسن اقبال او د چين د قامي پرمختګ او منصوبه بندۍ كمېشن ډائريکټر ژينګ شانجي په مفاهمتي يادداښت لاسليك وكړل٬ د ماحوليات او موسمياتي  بدلون په څانګو كښې د مرستې په اړه په مفاهمتي يادداښت د چين د ماحوليات وزير  هوانګ رنچيانګ او د پاکستان سفير خليل هاشمي لاسليك وكړو٬ د پاکستان او چين ترمېنځه د ويټرنري ويکسين عطيه حوالګۍ په دستاويز وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او د چين زراعت وزير ژانګ ژو لاسليك وكړو دعسې د وچ ميوه جات او ډرائي فروټ لپاره معائنه، قرنطينه او  د حفظان  صحت تقاضو په اړه په پروټوکول د چين د جنرل ايډمنسټريشن آف کسټمز وزير سن مي جون او د پاکستان سفير خليل هاشمي لاسليك  وكړو٬ جوارو لپاره د نباتاتي صحت تقاضو په اړه په پروټوکول د چين د جنرل ايډمنسټريشن آف کسټمز وزير سن مي جون او د صنعت او پېداوار سيکرټري سيف انجم٬ د سائنس او ټيکنالوجي په څانګه كښې په مطابقتي جانچ كښې د مرستې په مفاهمتي يادداښت د چين اسټيټ ايډمنسټريشن آف مارکيټ ريګوليشن ډائريکټر لوو وين او پاکستان سفير خليل هاشمي لاسليك وكړو٬ د شنهوا نيوز ايجنسي او د پاکستان براډ کاسټنګ کارپوريشن ترمېنځه په مفاهمتي  يادداښت وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د  چين د خبررسنې ايجنسۍ  صدر فوهوا لاسليك وكړو٬ د چين د کميونسټ پارټۍ د مرکزي کميټۍ د پارټي سکول او د پاکستان نيشنل سکول پبلک پاليسي كښې د مرستې په مفاهمتي يادداښت د پارټي سکول نائب صدر شي چن تائو او د پاکستان سفير خليل هاشمي لاسليك وكړو۔ د چائنا ميډيا ګروپ او د پاکستان ټيلي وژن ترمېنځه مشترکه ډاکيومنټري پروډکشن كښې د مرستې په مفاهمتي يادداښت عطاء الله تارړ او  د چائنا ميډيا ګروپ صدر شينګ هائي ژونګ لاسليك وكړو۔ سائنس و ټيکنالوجي كښې د اولسي  تبادل په مفاهمتي يادداښت د چائنا ايسوسي ايشن آف سائنس اينډ ټيکنالوجي پارټي برانچ سيکرټري هي جونکے او پاکستان سفيرخليل هاشمي لاسليك وكړٶ٬ د پاکستان چين آزاد تجارت او ګڼ اړخيزه مرستې په مفاهمتي يادداښت د  چين د تجارت نائب وزير يان ډونګ او د تجارت سيکرټري جواد پال لاسليك وكړو٬ دترهګرۍ مخنيوي په آلاتو كښې د مرستې په دستاويز او د انساني وسائلو پرمختګ كښې د مرستې په مفاهمتي يادداښت د چائنا انټرنيشنل ډويلپمنټ کارپوريشن چيئرمين چن ژياٶ ډونګ او د پاکستان سفير خليل هاشمي لاسليك وكړو٬ د پاکستان او چين ترمېنځه په زرعي څانګه كښې د مرستې په مفاهمتي يادداښت وفاقي وزير احسن اقبال او چيئرمين چن ژيائو ډونګ لاسليك كړې ٬ د چين فارن افيئرز يونيورسټي او د پاکستان فارن سروس اکيډمي ترمېنجه د مرستې په مفاهمتي يادداښت د پاکستان فارن سروس اکيډمي ډي جي ډي جي سعيد جيلاني او د چين فارن افيئرز يونيورسټي پارټي سيکرټري وانګ شننګ لاسليك كړے۔

مزید خبریں