وزيراعظم محمد شهباز شريف او د چين صدر شي جن پنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ رشته  او تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے

  بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د چين صدر شي جن پنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ رشته  او تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے دے  او د چين صدر امن لپاره د پاکستان د ثالثۍ د كردار ستائنه كړې ده۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه د ملاقات په مهال خپلو ابتدائي خبرو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف صدر شي …

 

بيجنګ 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د چين صدر شي جن پنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ رشته  او تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے دے  او د چين صدر امن لپاره د پاکستان د ثالثۍ د كردار ستائنه كړې ده۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه د ملاقات په مهال خپلو ابتدائي خبرو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف صدر شي جن پنګ د پاکستان عظيم دوست او د امن پسند انسانيت عظيم علمبردار ګرځولو سره ووئيل د چين دوره زما لپاره د خوشحالۍ سبب دے، په تود هركلي مننه كوم، وزيراعظم  ووئيل د پاکستان او چين دسفارتي اړيكو 75 مه سالګره په دې مباركہ موقع زه د چين خپلو وروڼو خوېندو او يقيناً د پاکستان اولس له مباركي وركول غواړم ٬ د دې ټول کريډټ زمونږ باني مشرانو ته ځي چا چې د تېرو اووه لسيزو نه په زياته موده كښې د دې رشتې قوي كولو ۔لپاره سخته خواري كړې دہ۔ وزيراعظم صدر شي جن پنګ مخاطب كولو سره ووئيل ستاسو عظيم پلار هم د دې رشتې په جوړولو كښې قېمتي كردار لوبولې٬ زه باور دركوم مونږ به په ګډه په راتلونكي وخت كښې دا قېمتي رشته  لا مضبوظوٶ،مونږ چې په ګډه د خپل 75 كالو د سفارتي اړيكو د جشن لمانځو  كومپلان جوړ كړے دے  دا به ټول كال روان وي و كوم چې به زمونږ د ھغه غير متزلزل عزم څرګندونه دہ۔۔دہ وويیل  پاكستان او چين د بنيان مرصوص په څېر يو وجود دوه هېوادونه دي او د دې ځانګړې رشتې بل مثال نشته۔ وزيراعظم ووئيل ما تېر كال د چين په پريډ كښې د چين د پوځي طاقت مشاهده كړې٬ دې پرېډ نړۍ ته ښودلې چې د صدر شي جن پنګ په فعاله قيادت كښې چين نه يوازې يو نړيوال معاشي طاقت دے بلكې يو پوځي طاقت هم دے كوم چې د ګڼ اړخيزه مرستې فلسفی ته وده وركولو سره په نړۍ كښې پرمختګ او امن لپاره كار كوي۔ وزيراعظم ووئيل ما په هانګژو د سكون نه ډكه ښكلا٬ ورشوګانی، باغونه، باغيچې، بندونه/ډنډونه ، ښائسته ودانۍ او د سړكونو جال ليدلې،د علي بابا په څېر د ظيم کمپنې مې دوره كړې كومه چې د مبالغې نه غېر د صدر شي جن پنګ د زيرك قيادت عكاس ده وزيراعظم ووئيل د صدر شي جن پنګ سفر د وركوټوالي نه د مقابلی ٬ هميت او د استقامت ٶ كوم چې د دوي د خاموش قيادت عکاسي كوي كوم چې د خلقو تقدير خوشحالۍ او ترقۍ پلو بوتللو ته پاملرنه كوي٬ د صدر شي جن پنګ قيادت د بيلټ اينډ روډ اقداماتو او د سي پيک د لارې دوستۍ ته وده وركوي، زه ستاسو د قيادت نه ډېر طاقت ترلاسه كوم۔ وزيراعظم ووئيل د لوي څښتن په فضل مونږ په پاكستان كښې ډېرې تبديلۍ راوستي دي يو شمېر ډھانچه جاتي اصلاحات مو كړي٬ اوس هم اوږد سفر پاتې دے ځكه چې دا بدلونونه ډېره موده وړاندې كول پكار وو، نائب وزيراعظم او خارجه وزير ، فيلډ مارشل او زمونږ عظيم ډلې زبردست کار كړے دے۔ په دې موقع د چين صدر شي جن پنګ ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په توسط سره زه د پاکستان اولس ته په ګرمجوشۍ سره پېرزوئنې وړاندې كول غواړم، فيلډ مارشل عاصم منير ته هم چين ته په راتګ هركلے وائم، ما ته معلومه ده چې ھغوي د ايران ته بېرته راغلي دي ٬ امن لپاره د ثالثۍ په لړ كښې دوي په زړه پورې هڅې كړې دي، مونږ د پاکستان ګټور كردار ته په درنه سترګه ګورو،چين او پاکستان په يو پوهه دي ٬ په يو بل ئې باور كړے  او د يو بل ئې ملاتړ كړے دے ۔ ده ووئيل زمونږ تزويراتي اعتماد او عملي مرستې زمونږ په  شريك پرمختګ كښې ډېره برخه لري،د نړيوالو بدلونونو باوجود چين تل په دې منطقه كښې خپلې خارجه پاليسۍ كښې پاكستان سره اړيكو ته وړومبې پام لرنه کړې، په دې وروستيو ما ته د تيانجن يونيورسټي د پاکستاني زه كوٶنكو چيټۍ ترلاسه شوی ٬ ھغوي د پاكستان او چين ترمېنځه د مرستې معمار٬ تبادلو ته وده وركوٶنكي او او د دوستۍ د محافظانو جوړېدو عزم لري٬ ما ته په دې ډېره حوصله ترلاسه شوه چې زمونږ زلمے كول زمونږ د دوستۍ رشته مخ په وړآندې بوځي۔ ده ووئيل چين پاکستان سره په ګډه په راتلونكي دوره كښې د دواړو هېوادونو د مشتركه سباٶن وړ معاشره جوړول لا ګړندي كولو لپاره د دې نه هم د زياتې مرستی خواهشمند دے، د دواړو هېوادونو اولس ته نوره ګټه رسول٬ په سيمه ايز امن او استحكام كښې برخه  اچول او د دې نه علاوه د ګاٶنډي هېوادونو ترمېنځه د شريك سباٶن وړ معاشرې جوړولو لپاره مثالي مرستې لپاره چمتو دے۔