نائب وزيراعظم به د 26 څخه تر 28 مئي د بيجنګ نه د نيويارك دوره كوي

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د 26 څخه تر 28 مئي د بيجنګ نه د نيويارك  دوره كوي ۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په نيويارک كښې به سينيټر محمد اسحاق ډار په 26 مئي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اوپن  مباحثه كښې ګډون كوي چې سرخط ئې …

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د 26 څخه تر 28 مئي د بيجنګ نه د نيويارك  دوره كوي ۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په نيويارک كښې به سينيټر محمد اسحاق ډار په 26 مئي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اوپن  مباحثه كښې ګډون كوي چې سرخط ئې د “نړيوال امن او سلامتيا تحفظ: د ملګرو ملتونو د منشور٬ مقاصد او د اصولو پالنه او په ملګرو ملتونو اډانه نړيوال نظام مضبوطول” دے٬ كومه چې د چين لخوا تابيا كېږي او د دې مشري به د چين خارجه وزير وانګ ژي كوي۔ پاکستان په وخت د چين لخوا د دې اقدام هركلے كوي كوم چې ګڼ اړخيزه نظام مضبوطولو او د موجوده پيچلو نړيوالو چېلنجز مخه نيولو لپاره د ملګرو ملتونو مركزي كردار په ځاے ساتلو اهميت رامخې ته كوي ٬  په 28 مئي به نائب وزيراعظم و خارجه وزير د “ګروپ آف فرينډز آن ګلوبل ګورننس” په غونډه كښې هم ګډون ك وي كومه چې “عالمي نظم و نسق كښې اصلاحات او بهتري: د نړيوال چېلنجز مخه نيوي لپاره په مشترکه توګه د كار كولو” په موضوع كېږي٬ د دورې په مهال به اسحاق ډار د خپل همڅنګ خارجه وزيرانو نه علاوه د ملګرو ملتونو اعليٰ چارواكو سره هم دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي٬ پاکستان د ګڼ اړخيزه نظام يو مضبوط او ثابت قدم پلوي دے او نړيوال امن، سلامتيا او ترقۍ لپاره په اجتماعي هلو ځلو كښې ګټور كردار لوبولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دے۔

مزید خبریں