د پاکستان پشمول 14 اسلامي هېوادونو تش په نامه د صومالي لينډ مقبوضه بيت المقدس كښې د خودساخته سفارتخانې پرانستلو غندنه وكړه

  اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) پاکستان،  مصر،  سعودي عرب، قطر،  اردن، لبنان، ترکيه،  انډونيزيا،  جبوتي، صوماليه،  فلسطين، عمان،  سوډان او د يمن خارجه وزيرانو تش په نامه “صومالي لينډ” سيمي د اړخه په مقبوضه بيت المقدس كښې د غير قانوني ’’سفارت خانې‘‘پرانستلو د اقدام په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې هېوادونو په …

 

اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) پاکستان،  مصر،  سعودي عرب، قطر،  اردن، لبنان، ترکيه،  انډونيزيا،  جبوتي، صوماليه،  فلسطين، عمان،  سوډان او د يمن خارجه وزيرانو تش په نامه “صومالي لينډ” سيمي د اړخه په مقبوضه بيت المقدس كښې د غير قانوني ’’سفارت خانې‘‘پرانستلو د اقدام په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې هېوادونو په خپله شريكه علاميه كښې وئيلي دا اقدام د نړيوال قانون او اړوندو نړيوالو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده او دا د مقبوضه بيت المقدس په قانوني او تاريخي حيثيت نيغ په نيغه بريد دے۔خارجه وزيرانو مقبوضه بيت المقدس كښې غير قانوني صورتحال قوي كولو يا د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو په ضد د كومي هم ادارے يا انتظام جواز وركولو لپاره يو اړخيزه اقدامات په بشپړه ډول د مسترد كولو پخلے وكړو۔دوي په دې خبره زور راوړو چې ختيز بيت المقدس 1967 راهسې مقبوضه فلسطيني سيمه ده او د دې د قانوني و تاريخي حيثيت بدلولو لپاره ټول اقدامات کالعدم، بے اثر او قانوني حيثيت څخه محروم دي۔خارجه وزيرانو وفاقي جمهوريه صوماليه وحدت، خپلواكي او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د بشپړه حمايت هم پخلے وكړو او هغه ټول يو اړخيزه اقدامات ئې رد كړل كوم چې د صوماليه خاوري ته زيان رسوي يا د هغوي د خپلواكۍ په ضد دي۔

مزید خبریں