په بے ګناه وګړو بريد بدترين سفاکيت دے، وفاق د بلوچستان سره ولاړ دے۔محسن نقوي

  کوئټه  24 مئي  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې خاص غونډه كښې د بلوچستان پوليس آئي جي د کوئټه چمن پھاټك سره د شوي چاؤدني ابتدائي رپورټ وړاندې كړو۔په دې موقع په بے ګناه وګړو د ناوړه بريد غندني كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت …

 

کوئټه  24 مئي  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې خاص غونډه كښې د بلوچستان پوليس آئي جي د کوئټه چمن پھاټك سره د شوي چاؤدني ابتدائي رپورټ وړاندې كړو۔په دې موقع په بے ګناه وګړو د ناوړه بريد غندني كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د غونډي په مهال خبرو كښې محسن نقوي ووئيل وفاقي حکومت په دې سخت وخت كښې د بلوچستان حکومت سره ولاړ دے۔ده ووئيل ترهه ګرو بے ګناه وګړو په نښه كولو سره د سخت سفاکيت څرګندونه كړي۔ محسن نقوي ووئيل د شهيدانو لوئ قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي  ووئيل مونږ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي مننه كوو چې په هر سخت وخت كښې د بلوچستان سره ولاړ وي۔ده ووئيل د شهيدانو د ويني قرض داري يو۔ وزير اعلیٰ د دې عزم څرګندونه وكړه چې د فتنه الهندوستان ترهه ګر به منطقي انجام ته رسولې شي۔ مير سرفراز بګټي ووئيل د شهيدانو كورنۍ به يواځې نه شي پرېښودلې،د ژوبل كسانو د درملني پخپله څارنه كوم۔د بلوچستان پوليس آئي جي او قانون نافذ کونكو ادارو چارواكو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔

مزید خبریں