اسلام آباد۔22مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او بنګله دېش دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پېشرفت خوشبين ګرځولو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونه تاريخي او د ګورننس ګډه ورثه لري۔ دا خبره ده د پاكستان په دوره راغلې د بنګله دېش د سينئر سول سروس افسرانو يو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې …
وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره د بنګله دېش سينئر سول سروس افسرانو ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔22مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او بنګله دېش دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پېشرفت خوشبين ګرځولو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونه تاريخي او د ګورننس ګډه ورثه لري۔ دا خبره ده د پاكستان په دوره راغلې د بنګله دېش د سينئر سول سروس افسرانو يو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ، د ګورننس په نظام او د انتظامی اصلاحات په شمول په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي ٬ د اطلاعات وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل او نور هم په دې موقع موجود و۔ وفاقي وزير پلاوې په پاكستان كښې د روانو اصلاحاتي اقداماتو او حكومتي پالېسيو په اړه خبر كړو۔ ده د پاكستان او بنګله دېش د سول سروسز ترمينځه اېګزېکټو ډوېلپمنټ پروګرام په دې وروستيو لسيزو كښې مهم پېشرفت وګرځولو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه تاريخي تړونو او د ګورننس ګډه ورثه لري او ددواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې مثبت پېشرفت خوشبين ګڼو۔ وفاقی وزیر د سول سروس اكېډمۍ لخوا د پاكستان بنګله دېش نالج کورېډور لاندې پروګرام كاميابۍ سره كېدل هم وستائل۔ پلاوي د پاكستان انتظامی ډھانچه او بېل څانګو كښې اصلاحاتي اقداماتو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د وزیراعظم خاص مرستيا خپلو خبرو كښې ووئيل په منطقه كښې همغږۍ او تفاهم ته وده وركولو له دوه اړخيزه رابطې زياتې مهمې دي۔










