اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د پاکستان چائنه بزنس فورم صدر او د چين سرمايه کارو د لوړې كچې پلاوي ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال په اقتصادي مرسته، د سرمايه کارۍ په ودې او په بېلو څانګو كښې د مشتركه منصوبو په امكانات د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي …
وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د پاکستان چائنه بزنس فورم صدر او د چين سرمايه کارو پلاوي وليدل٬ په اقتصادي مرسته، د سرمايه کارۍ په ودې او په بېلو څانګو كښې د مشتركه منصوبو په امكانات د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د پاکستان چائنه بزنس فورم صدر او د چين سرمايه کارو د لوړې كچې پلاوي ليدلي دي ٬ د ملاقات په مهال په اقتصادي مرسته، د سرمايه کارۍ په ودې او په بېلو څانګو كښې د مشتركه منصوبو په امكانات د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي روابط لا مضبوطولو او د سرمايه کارۍ نوو موقعو لټولو ته صلاح يوه شوه۔ پلاوي پاکستان كښې د سرمايه کارۍ په پراخه موقعو٬ په خاص توګه كر كېله، انفارميشن ټيکنالوجي، آټو موبائل او د انجينئرنګ په څانګو ژوره خوښي ولرله ۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سرمايه کارۍ بورډ لخوا سرمايه کارو ته د ممكنه ټولو سهولتونو وركولو لپاره د عزم پخلے وشو۔۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ووئيل حکومت هېواد منطقه كښې د سرمايه كارۍ لپاره زړه راښكونكے مركز جولو لپاره په جامع تګلاره عمل كوي او پاک چين اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو ته حكومتپام لرنه كوي








