اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې محض سفارتي روابط نه دي بلكې د باور٬شريك احترام٬شريك پرمختګ او په لازوال ملګرتيا اډانه شراكتداري ده كومه چې د وخت تېرېدو سره لا قوي كيږي٬دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬د دوي ملګرتيا نن نړۍ لپاره د مثالي اړيكو حېثيت اختيار كړے دے۔دوي …
د پاكستان او چين اړيكې يوازې سفارتي روابط نه د باور٬شريك احترام٬پرمختګ او په لازواله ملګرتيا اډانه شراكتداري ده ۔پروفيسر احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې محض سفارتي روابط نه دي بلكې د باور٬شريك احترام٬شريك پرمختګ او په لازوال ملګرتيا اډانه شراكتداري ده كومه چې د وخت تېرېدو سره لا قوي كيږي٬دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬د دوي ملګرتيا نن نړۍ لپاره د مثالي اړيكو حېثيت اختيار كړے دے۔دوي د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړېدو 75مې سالګرې په موقع د پاكستان-چين ملګرتيا مركز اسلام آباد كښې د يوې خاص كلتورې دستورې ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د اطلاعات سېكرټري اشفاق احمد خليل٬سفارتكارو٬دانشورو٬فنكارانو٬زده كوونكو او د ژوند بيلو څانګو سره تعلق لرونكو نوموړ شخصياتو ګډون كولو۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل د پاكستان چين ملګرتيا د “هماليه څخه لوړه ٬ د سمندر څخه ژوره ٬د شاتو څخه خوږه او د فولادو څخه زياته مضبوطه “ګرځولې كيږي٬دا محض جذباتي نعره نه د ه بلكې عملي حقيقت دے۔ده ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل د بنيادي ګټې احترام كړے او په هر نړيوال او سيمه ايز چېلنج يې د يو بل ملګرتيا كړې ده۔وفاقي وزير ووئيل په تېرو 75 كلونو كښې پاك چين اړيكو پرله پسې د پرمختګ منزولونه سر كړي او نن دې د جامع سټريټجك شراكتدارۍ شكل اختيار كړے۔ده ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پيك)د دې ملګرتيا تر ټولو ښكاره او عملي څرګندونه ده كومې چې پاكستان كښې د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره نوې دروازې پرانستې دي۔ده ووئيل سي پېك يوازې د سړكونو٬بجلي ګهرو او صنعتي زونز مجموعه نه ده بلكې دا يو داسې وژن دے كوم چې سيمه ايزو رابطو٬اقتصادي مرستې او شريك پرمختګ ته وده وركوي۔ده ووئيل سي پېك د پاكستان د توان ضروريات پوره كولو٬صنعتي هلو ځلو كښې زياتوالي ٬ د روزګار موقعې راپېدا كولو او د ډيجيټل رابطو ښه والي كښې كليدي كردار ادا كړے ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې پرمختګ يو شريك سفر دے د مقابلې سبب نه۔ده ووئيل چين سره د پاكستان شراكتداري نړۍ ته يو پیغام وركوي چې شريكه مرسته٬احترام او شريك پرمختګ د تل اتي خوشحالۍ بنياد دے۔ده د دستورې په كولو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د اطلاعات او خپرونو وزارت مننې كولو سره ووئيل پاك-چين ملګرتيا به د راتلونكو نسلونو لپاره د امن٬پرمختګ٬استحكام او شريكې خوشحالۍ روښانه علامت جوړيږي۔د دستورې په اختتام د پاكستان او چين كلتور رامخې ته كولو لپاره خاص كلتوري پروګرام هم وشو كوم چې ګډون كوونكو ډېر وستائېلو۔








