د روغتيا نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره شريك اقدامات او نړيواله همكاري ضروري ده ۔د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال جنيوا كښې راجوړې شوې ورلډ هيلتھ اسمبلۍ 79مې غونډې ته وينا

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال جنيوا كښې د ورلډ هيلتھ اسمبلۍ 79مې غونډې ته  د خطاب په مهال ووئيل د روغتيا نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره شريك اقدامات او نړيواله همكاري ضرورې ده ۔د روغتيا وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د بيلو چېلنجونو باوجود پاكستان د روغتيا په څانګه كښې ځانګړے پېشرفت كړے٬د مور او بچي  د مرګونو شرح كښې …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال جنيوا كښې د ورلډ هيلتھ اسمبلۍ 79مې غونډې ته  د خطاب په مهال ووئيل د روغتيا نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره شريك اقدامات او نړيواله همكاري ضرورې ده ۔د روغتيا وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د بيلو چېلنجونو باوجود پاكستان د روغتيا په څانګه كښې ځانګړے پېشرفت كړے٬د مور او بچي  د مرګونو شرح كښې كمے راغلے او  د حفاظتي ټيكه جات كوريج كښې هم زياتوالے راغلے دے۔ د روغتيا وفاقي وزير ووئيل  يونيورسل هېلت كوريج (يو ايچ سي)انډيكس 40 فيصد نه په زياتېدو تر 56 فيصد رسېدلے دے ۔ پاكستان له د تپ دق٬ ايچ آئي وي٬مليريا٬ډينګي او د تور زيړي پشان  د ګڼ شمېر رنځونو په ضد اقدامات لا قوي كول دي۔ده ووئيل د پوليو خاتمه د پاكستان وړومبې قامي پام لرنه ده او په دې لړ كښې نړيواله مرسته د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل پاكستان ډېر زر د پوليو فري هېواد جوړېدو هدف ته نزدې دے۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل په  10 كلنه هيلتھ اينډ پاپوليشن سټريټجي په تندۍ سره عملدرآمد روان دے او د هېواد په علاج اډانه نظام څخه د احتياط نظام پلو مهم پېشرفت كيږي۔ده ووئيل پاكستان په وړومبي ځل د قامي ويكسين پالېسۍ منظوري وركړې او په ځايې كچه ويكسين جوړولو لپاره قامي او نړيوالو شراكتدارو ته هم وده وركړې كيږي۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل ګن شمېر رنځونو  په ضد قومي اقدامات لا موثره كوو۔ده ووئيل  د پاكستان 188 ميډيكل كالجز هر كال 22 زره څخه زيات ډاكټران جوړوي كوم چې نه يوازې هېواد بلكې په ټوله نړۍ كښې خذمات ترسره كوي۔۔

 

مزید خبریں