د پاك چين سفارتي اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو د چينائي پلاوي د قامي اسمبلۍ دوره٬ د غونډې د كارروائۍ مشاهده

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو چينائي پلاوي د قامي اسمبلۍ دوره وكړه او د غونډې كارروائي يۍ وكتله، په دې موقع ټولو پارليماني ګوندونو چينائي پلاوي ته هركلې وئيلو سره د چين او پاكستان ملګرتيا هماليې څخه زياته لوړه او سمندر څخه  ژوره وګرځوله۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ كارروائي كتلو له چې څه وخت د …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو چينائي پلاوي د قامي اسمبلۍ دوره وكړه او د غونډې كارروائي يۍ وكتله، په دې موقع ټولو پارليماني ګوندونو چينائي پلاوي ته هركلې وئيلو سره د چين او پاكستان ملګرتيا هماليې څخه زياته لوړه او سمندر څخه  ژوره وګرځوله۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ كارروائي كتلو له چې څه وخت د مېلمنو پلاوې ګېلرۍ ته راغلو نو غړو هغوي ته تود هركلے اووې۔ سپيكر سردار ایاز صادق ووئيل د چين او پاكستان اړيكو 75 كاله بشپړ شوي دي ٬ مونږ د چين پلاوي ته قامي اسمبلۍ ته په راتللو هركلے وايو۔ د مخالفې ډلې لارښود محمود خان اچكزئي د چين پلاوي هركلي كولو سره ووئيل مونږ  د حكومت سره سخت اختلاف لرو خو هغه مو نن يو اړخ ته كړي او دلته راغلې يو ، د چين پلاوي ته اسمبلۍ ته په راتللو هركلے وايو ، پاكستان به د چين احسانات كله هم هېر نه كړي۔ د پيپلز پارټۍ مشر لارښود سيد نويد قمر ووئيل د پي پي پي لخوا چينائي پلاوي ته هركلے وايم ٬ ذوالفقار علی بھټو چينائي مشرتابه سره خصوصي تعلق لرلو۔ ده ووئيل صدر آصف علي زرداري د چين د هرې سيمې دوره كړې ۔ د اېم کیو اېم  د قامي اسمبلۍ غړي سيد امين الحق ووئيل زمونږ ګوند پاك چين ملګرتيا عظيم داستان ګڼي٬ چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ د جمیعت علمائے اسلام غړې شاهده اختر علي ووئيل  زه د مولانا فضل الرحمن لخوا چينائي پلاوي ته هركلے وايم۔ زه د دواړو هېوادونو مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د اپوزيشن غړي ارباب شیر علی ووئيل د پي ټي آئي مؤسس ګوند ته هدايت كړے چې چين سره په اړيكو به كومه سودا نه كېږي، پي ټي آئي سي پېك په هر حال كښې مخ په وړاندې بوتلل غواړي۔

مزید خبریں