د چين د نيشنل پيپلز کانګرس د سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن سائي دو فنګ په مشرۍ كښې د چين پلاوي د سېنېټ د كاروائۍ مشاهده وكړه

  اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د چين د نيشنل پيپلز کانګرس د سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن سائي دو فنګ په مشرۍ كښې د چين پلاوي د سېنېټ د كاروائۍ مشاهده وكړه ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مېلمنو ګېلرۍ ته په راتګ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل  د چين د پلاوي پاكستان ته راتګ …

 

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د چين د نيشنل پيپلز کانګرس د سټينډنګ کميټۍ نائب چيئرمېن سائي دو فنګ په مشرۍ كښې د چين پلاوي د سېنېټ د كاروائۍ مشاهده وكړه ۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د مېلمنو ګېلرۍ ته په راتګ د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل  د چين د پلاوي پاكستان ته راتګ د چين او پاكستان ترمېنځه د اوږدې مودې دوستۍ،  شريك باور او د خيرسګالي عكاس دے۔ ده ووئيل  سږ كال د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 75 كاله بشپړېږي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په شريك احترام٬ غېر متزلزل يووالي او په مشترکه مقاصدو اډانه دي۔۔ ده د دواړو هېوادونو د پارلماني ادارو زيات شوي روابط خوشبينه ګرځولو سره  ووئيل   داسې تبادلې  د شريك افهام و تفهيم او مرستې ته وده وركوي۔ ده د نيشنل پيپلز کانګريس آف چائنا چيئرمين لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې د چين پلاوي دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه خاص اړيكې لا مستحكمولو او پارلماني و تزويراتي مرستې لپاره د نوو موقعو په پېدا كولو كښې مرستياله وګرځي ۔

مزید خبریں